پوسټ کوډ ۵۶۱۷۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۷:۳۱

د پاکستان د احتساب ادارې د صدراعظم د نیولو په اړه د سترې محکمې حکم رد کړ

د پاکستان د احتساب د ملي ادار? رييس فصيح بخاري وويل چ? دوي د صدراعظم پرخلاف د فساد په ا?ه کافي شواهد نه لري.

تاند- د پاکستان له فساد سره د مبارزې د ادارې رييس د دغه هیواد د سترې محکمې هغه حکم رد کړ چې پراساس یې باید د دغه هیواد صدراعظم د فساد په تور په څلرویشت ساعتونو کې ونیول شي.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې رييس فصیح بخاري وویل چې دوی د صدراعظم پرخلاف د فساد په اړه کافي شواهد نه لري.

د پاکستان سترې محکمې په داسي حال کې د برېښنا د قراداد په تړاو د پاکستان د صدراعظم راجه پروېز اشرف او د شپاړس تنو نورو د نیولو امر کړی چې د پاکستان د منهاج القرآن د ډلې مشر له زرګونو پلویانو سره له تېرو څلورو ورځو راهیسي په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهرې ته دوام ورکوي.

د پاکستان سترې محکمې تېر کال د دغه هیواد پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې خاطر سلب صلاحیت کړ چې د سویس له حکومت څخه یې د ولسمشر اصف علي زرداري د دوسیې د پرانستلو غوښتنه ونه کړه.

سترې محکمې وروسته اوسني صدراعظم ته هم د سلب صلاحیت کېدو لپاره خبرداری ورکړ.

دې محکمې د سې شنبې په ورځ امر وکړ چې صدراعظم راجه پروېز اشرف دې په ۲۴ ساعتونو کې ونیول شي. د پاکستان د سترې محکمې دې پرېکړې په پاکستان کې یو نوی بحران رامنځته کړ.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې مشر نن سترې محکمې ته وویل چې د دوی له لوري د دوسیې له ابتدايي څېړنې وروسته څرګنده شوې چې په هغې کې ستونزې شته دوی ته نور وخت پکار دی څو مالومه کړي چې ایا صدراعظم ونیول شي او که ونه نیول شي.

په دوسیه کې ویل شوي چې راجه پروېزاشرف هغه مهال چې د اوبو او انرژۍ وزیر و د خصوصي یا شخصي برېښنا کوټونو د جوړېدو د اجازې په ورکولو کې فساد کړی دی.

صدراعظم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې رييس وايي چې د صدراعظم په قضیه کې تحقیق کوونکو مامورینو کره شواهد نه دي ترلاسه کړي خو پر شفاهي خبرو یې تکیه کړې چې په محکمه کې حقوقي اهمیت نه لري.

په همدې حال کې د پاکستان د سترې محکمې رييس میا افتخار حسین چودري وايي، دې ته په پام سره چې د صدراعظم راجه اشرف پروېز پرضد د فساد دوسیه له یو کال راهیسي ځنډېدلې ده، بیا ولي زیات وخت ته اړتیا لري؟

ده بخاري ته امر وکړ چې دوسیه بېرته سترې محکمې ته ورولېږي چې قاضیان یې وګوري چې ایا کره شواهد پکې شته او که نشته.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement