پوسټ کوډ ۵۶۱۴۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۲:۱۲

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو د روسيي اندېښنې

د روسي? د پو? لوي درستيز وويل، په افغانستان ک? وضعيت پيچلي دي، په د? ه?واد ک? شخ?? ?ايي د بهرنيو ?واکونو له وتلو وروسته د سيم? ه?وادونو ته وغزي?ي.

د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد او د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

جنرال والیری ګارا سیموف د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د روسیې ناتو د شورا د لویو درستیزانو په کچه له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې له افغانستانه د نړېوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو یا ایساف د یو زیات شمېر عسکرو په وتلو سره به په دې هېواد کې د سخت دریځو وسله والو فعالیتونه زیات شي.

هغه وویل، روسیې د ناتو سازمان ته بلنه ورکړه، چې د ګډ امنیت د تړون له سازمان (CSTO) سره په یوه امنیتي چوکات کې برخه واخلي.

ګارا سیموف وویل، د ناتو او CSTO ترمنځ له نژدې همکاري به یوه مثبته نتیجه ورکړي.

د روسیې او ناتو د شورا په غونډه کې د بحث یوه اساسي مساله د افغانستان پرحالاتو څرخیده.

د روسیې د پوځ لوی درستیز وویل، په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی، په دې هېواد کې شخړې ښایي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې هېوادونو ته وغزیږي.

هغه وویل، نا ارامي به د روسیې او زموږ د نورو متحدینو، د ګډ امنیت د تړون د سازمان د غړیو هېوادونو تر پولو پورې ورسیږي.

د ګارا سیموف په وینا همدا علت دی، چې موږ ټول د سیمې راتلونکي وضعیت ته اندیښمن یو او زیاته یې کړه دا واضح ده، ټول هغه ځواکونه چې نه غواړي په سیمه کې نوی بحران پیل شي، باید خپلې هڅې هماهنګې کړي.

د روسیې د پوځ لوی درستیز ټینګار وکړ، چې همدې مسالې ته په پام سره موږ د ناتو سازمان ته بلنه ورکړه، چې د CSTO له پوځي او امنیتي کارپوهانو سره خبرې او د سیمې لپاره د یوه امنیتي مکانیزم پر جوړولو غور وکړي.

ناټو ویلي، چې د افغانستان حکومت ته د بشپړ امنیتي مسولیتونو سپال دا مانا نه لري، چې ګواکې د اسازمان به په ۲۰۱۴ م کال کې له دې هئواده ټول عسکر باسي بلکه له هغې وروسته به هم د ناتو یو شمېر ځواکونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په عین حال کې یوه لوړ رتبه امریکایي ډیپلومات د مرکزي اسیا په هېوادونو کې هغه راپورته شوې اندیښنې بې ځایه وبللې چې ګواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به سیمه نا امنه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رابرټ بلک ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې پرون په عشق اباد کې وویل، متحده ایالات به له افغانستانه ځواکونه په مسولانه ډول وباسي ترڅو د هغوپرمختګونو ساتل یقیني شي، چې په دې هیواد کې په وروستیو کلونو کې په امنیتي برخه کې شوي دي.

هغه وویل، امریکایي ځواکونه به له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونود روزنې او له تروریزم سره د مبارزې پرهڅو ډیر تمرکز وکړي. 

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement