پوسټ کوډ ۵۵۹۵۰
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۴:۲۹

د سالنګونو لویه لار د واور له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

?? شم?ر مو?ر د پروان ولايت د جبل السراج ولسوال? په تاجکانو او د بغلان ولايت د خينجان ولسوال? په ملخانو سيمه ک? درول شوي دي.

د سالنګونو لويه لاره، د واورې اورېدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال رجب وويل؛ چې ياده لاره نن سهار شاوخوا ٥ بجې وتړل شوه.

دى وايي، چې ګڼ شمېر موټر د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو او د بغلان ولايت د خينجان ولسوالۍ په ملخانو سيمه کې درول شوي دي.

هغه وويل، چې د توپان په کمېدو سره به له لارې د واورو د پاکولو کار پيل شي.

دغه لاره د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement