پوسټ کوډ ۵۵۹۱۸
نیټه خپرول: جمعه ۲۲ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۱:۰۹

افغانستان او امریکا به پر داسې یوه امنیتي موافقه لیک باندې

دوا?و ه?وادونو په تيرو يو لسو کلونوک? له تره?ري سره د مبارز? په لاره ک? قرباني ورک?ي دي او دغو قربانيو د دوا?و ه?وادونو ترمن? داس? ?ين? اتحاد جو? ک?ي دي چ? هي?کله به هم مات نه شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي موافق لیک په اړه وویل:" زه باور لرم چي د دغه سفر په جریان کې به افغانستان او امریکا د یو دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک پر طرحې باندې کار وکړي چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې تضمین وي."

حامدکرزي ته، په سیمه ایز وخت نن له غرمې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د یو لړ خاصو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په پینټاګون کې تود هرکلی ووایه.

وروسته د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او د توپ ۲۱ ډزې وشوې د پینټاګون د تشریفاتو ګارد معاینه او د هغه د احترام مراتب یې ومنل.

حامد کرزي همدا راز د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په۱۱ مه نېټه په پنټاګون باندې د القاعدې سازمان د برید له سیمې او د دغې نېټې د قربانیانو له یاد ځای څخه لیدنه وکړه .

د هېواد جمهوررئیس د امریکا د دفاع له وزیر سره په کتنه کې وویل: زه خوشحاله یم چې د روان کال په جریان کې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پینځم او وروستی پړاو اعلان او د هېواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه به افغان امنیتي ځواکونه پخپله غاړه واخلي.

حامدکرزي په تیرو یولسو کلونوکې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او تجهیز له امله د امریکا له متحده ایالاتو او له خپلو نورو نړیوالو متحدینو څخه مننه او قدرداني وکړه.

د هېواد جمهوررئیس پنیتا ته وویل:" ښاغلی وزیر زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به ستاسو په مرسته او همکاري په دې باندې وتوانیږي چې د خپلو خلکو امنیت ټینګ او د خپلې خاورې سرحدات پخپله وساتي ترڅو افغانستان هیڅکله هم د تروریستانو لخوا له پولې څخه د باندې نه و نه ګواښل شي."

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په داسې حال کې چې د امریکا او افغانستان ملګرتیا یې بریالې وبلله، وې ویل: زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا متحده ایالات او د دغه هېواد د دفاع وزارت په بشپړه توګه ژمن دي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی خپله خاوره پخپله وساتي.

د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان او امریکا اړیکو ته اشاره وکړه، وې ویل: دواړو هېوادونو په تیرو یو لسو کلونوکې له ترهګری سره د مبارزې په لاره کې قربانی ورکړي دي او دغو قربانیو د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ټینګ اتحاد جوړ کړی دی چې هیڅکله به هم مات نه شي.


پنیټا، د افغان ځواکونو زړورتیا او مهارتونه وستایل، وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تيریدو سره له ځانه دا وړتیا ښکاره کوي چې دوی په جرات، میړانې او ځواکمنی سره د خپل هېواد امنیت تامینوي او د افغانستان لپاره د یو خوندي راتلونکي ضمانت کوي.



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement