پوسټ کوډ ۵۵۸۹۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۰:۴۲

په نیویارک کې د یوې مساپر وړونکې کښتۍ د ټکر په پېښه کې ۶۰کسان ټپیان شوي

پرون په نیویارک کې له یولنګرګا سره د یوې مساپر وړونکې کښتۍ د ټکر په پېښه کې شپیته کسان ټپیان شوي دي.

دا پېښه د د ترانسپورټې ګڼې ګوڼې پرمهال شوې ده او ویل کیږي، چې په دې ټکر کې کښتۍ هم زیانمنه شوې.

چارواکي وايي، د دوو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

دا کښتۍ له نیوجرسي څخه نیویارک ته روانه وه او د ټکر پرمهال په کې درې سوه کسان سپاره وو.

ویل کیږي، چې د پېښې د سبب د معلومولو لپاره څیړنې پیل شوې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement