پوسټ کوډ ۵۵۸۴۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۹ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۳:۳۰

د ملي اردو د یوه سرتیري په برید کې ۷ تنه بهرني عسکر مړه او ټپیان شوي

پي?ه تر پل?نو لاند? ده او د د? لپاره يو ?? پلاوي د ???نو په موخه ?رشك ولسوال? ته تللى.

د هلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د ملي اوردو يوه سرتيري پر بهرنيو ځواكونو بريد كړى، چې له امله يې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

د ملي اوردو يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو یې ډډه كوله ازادۍ راډيو ته وويل؛ پيښه تيره شپه رامنځته شوې ده.

د ملي اوردو د عامه اړيكو د دفتر مسوول ډګر وال محمد رسول ځاځى وايي؛ پيښه تر پلټنو لاندې ده او د دې لپاره يو ګډ پلاوی د څېړنو په موخه ګرشك ولسوالۍ ته تللى.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د دې پیښې مسوولیت منلی او وایي، چې یاد سرتیری د دوی له خوا ګمارل شوی وو.

خو په هلمند کې د ملي اردو مسوولینو ویلي؛ چې د پيښې په اړه تحقیقات کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement