پوسټ کوډ ۵۵۷۳۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۶ مرغومی ۱۳۹۱ ۱۷:۲۷

میرانشا ته نژدې خوړ کې ۷ جسدونه موندل شوي

د چارواکو په وينا جسدونه له ميرانشا ?خه ?? کيلو متره ل?ر? په دوسل? سيمه ک? له يوه خو? ?خه موندل شوي دي

قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، چې له یوه خوړ نه چې د غره په لمنه کې موقعیت لري، ۷ جسدونه موندل شوي. 

د ځايي چارواکو له قوله ویلي، چې جسدونه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا ته نژدې موندل شوي.

د چارواکو په وینا جسدونه له میرانشا څخه ۳۰ کیلو متره لېرې په دوسلۍ سیمه کې له یوه خوړ څخه موندل شوي دي.

خو چارواکي وايي د دوی له رسېدو مخکې نامعلومو کسانو دغه مړي له هغه ځایه لېرې کړي دي.

د دوی په وینا دوی ته د جسدونو په اړه تېره شپه معلومات ورکړل شوي وو، خو له لمر خاته وروسته، چې دوی سیمې ته ورسېدل، معلومه شوه، چې جسدونه په شپه کې له هغه ځایه لېري کړل شوي دي.

د چارواکو په باور دغه جسدونه د مسېد قوم د اړوند کسانو دي. دوی وايي داسې احتمال شته، چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان وي.

تېره اوونۍ هم د شمالي وزیرستان مرکز مېرانشا ته نژدې یوه خوړ کې د ۹ کسانو مړي موندل شوي وو.

د ځايي چارواکو په وینا وژل شوي کسان په ډزو ویشتل شوي وو. د دوی په وینا هغه مړي له میرانشا بازار څخه ۱۵ کیلومتره لېرې په یوه خوړ کې موندل شوي وو، چې د غره په لمن کې تېر دی.

د هغو جسدونو په اړه، چې د ډسمبر په ۳۱ موندل شوي وو، ځايي چارواکو هغه مهال وویل، چې د سخت دریځو وسله والو دي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا هغه کسان د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو پر مهال تښتول شوي وو.

د چارواکو په وینا موندل شوي مړي د وسله والو سخت دریځو دي، چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند دي.

د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې کله نا کله دغه ډول مړي موندل کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل کېږي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د هغو کسانو مړي موندل کېږي، چې وسله وال طالبان یې د جاسوسۍ په تور وژني .

سرچینه: بی بی سی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement