پوسټ کوډ 55724
نیټه خپرول: شنبه 16 مرغومی 139111:20

هند او ایران د افغانستان د سولې پر پلان اندېښنه ښکاره کړه

جليلي هم له هند سره خپل? اند??ن? شريک? وبلل? او وي? ويل چ? تهران د ???? په پاي ک? له افغانستانه د نا?و ?واکونو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پر جو?? شو? سناريو اند??من دي.

تاند- هند د پنجشنبې په ورځ له ایران سره د هغه پلان په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له لوري له طالبانو سره د پخلاینې لپاره جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۵ پوري په تدریجي ډول عملي شي.

د سولې دا پلان یا د سولې د لارې نقشه له طالبانو سره د پخلاینې په پروسه کې نه یوازې پاکستان ته مهم رول ورکوي بلکې د عملي کېدو په صورت کې د افغانستان د ځینو ولایتونو د واک چارې طالبانو ته ورکول کېږي.

پر دې پلان، چې «۲۰۱۵ کال ته د لارې نقشه» نومېږي او د افغانستان د سولې عالي شورا ترتیب کړی دی، د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د ملي امنیت د سلاکار شیو شنکر مینون او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا ريیس سعید جلیلي خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې جلیلي له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم په دې موضوع وږغېږي.

د هند د ملي امنیت سلاکار د ایران د ملي امنیت د شورا ريیس سعید جلیلي ته وویل : نوی ډیلی تل د افغانانو په مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو شرط دا دی چې د ۲۰۱۰ کال د لندن په کنفرانس کې کښل شوې سرې کرښې رعایت شي، لکه دا چې سخت دریځي به له القاعده او نورو ترهګرو څخه بېلېږي او د ښځو د حقونو او ولسواکۍ په شمول به د افغانستان د اساسي قانون مهم ارزښتونه مني.

د لوېدیځو سرچینو د راپور له مخې د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مینون په دې هم ناخوښي ښکاره کړه چې د سولې د پروسې کنټرول پاکستان ته سپارل شوی. ده یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۱ کې د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ په خاطر غندلې وه.

جلیلي هم له هند سره خپلې اندېښنې شریکې وبللې او ویې ویل چې تهران د ۲۰۱۴ په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پر جوړې شوې سناریو اندېښمن دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement