پوسټ کوډ ۵۵۲۰۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۶:۳۱

دفاع وزارت: د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره تازه هڅې پیل شوي

افغان امنيتي چارواکو په د? ه?واد ک? د نا?و له مشرانو او د يوناما له مسوولينو سره د چهارشنب? په ور? پرد? سلا مشور? وک??، چ? ?ن?ه او له کوم? لار? کيداي شي، چ? د ملکي تلفاتو اندازه را کمه شي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتیدل که له یوې خوا د ملګروملتونو او د بشري حقونو د سازمانو اندیښنې را پارولي له بل لوري ېې افغان او بهرني ځواکونه دې ته هڅولي چې د کمولو لپاره یې لارې چارې ولټوي.

د دفاع وزارت وایی چې افغان امنیتي چارواکو په دې هېواد کې د ناټو له مشرانو او د یوناما له مسوولینو سره د چهارشنبې په ورځ پردې سلا مشورې وکړې، چې څنګه او له کومې لارې کیدای شي، چې د ملکي تلفاتو اندازه را کمه شي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د همآهنګۍ د زیاتولو ترڅنګ باید هڅه وشي، چې د وسله والو مخالفانو له خوا ښخ شوي ماینونه هم شنډ کړای شي: "زموږ ټینګار دا دی چې باید پر اپراتیفي وضعیت حاکم شو او داسې تدابیر ونیول شي چې د دښمن د فعالیتونو سیمې په نښه او مخه یې ډپ شي.

دغه راز استخباراتي هڅې مو باید زیاتې شي ځکه د وسله والو مخالفانو فعالیتونه ټول داسې دي چې د مخنیوي لپاره یې استخباراتي هڅې په کار دي".

د ملګروملتونو لخوا په یوه راپورکې چې څو ورځې وړاندې خپور شو راغلي چې په افغانستان کې په ملکي تلفاتو کې نږدې دیرش فیصده زیاتوالی راغلی دی، په دې راپورکې ویل شوي چې ترډیره دا تلفات د ماینونو د چاودنو له امله رامنځ ته شویدي.

وسله وال طالبان چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د لوړې فیصدۍ مسوول بلل کیږي په دې برخه کې د ملګروملتونو او بشري حقونو د سازمانونو خپاره شوي راپورونه یو اړخیز بللي او هغه یې په ټینګه رد کړیدي.

ملکي تلفات هغه څه دي چې له تیرو یوولسو کلونو راهیسې په دې هیواد کې لیدل کیږي او افغان حکومت،عامو خلکو او د بشري حقونو سازمانونو له دې امله په څو ځلو اندیښنې څرګندې کړي خو لاهم مخه یې نه ده نیول شوې

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement