پوسټ کوډ 55133
نیټه خپرول: سه شنبه 28 لیندۍ 139112:02

م.م پر افغان طالبانو د

د مل?روملتونو د بنديزونو په ل?ست ک? دا مهال يوسل او دوه د?رش کسان او ?لور سازمانونه شامل دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا پر افغان طالبانو د بندیزونو تګ لاره پرون نوې کړه او داسې بدلونونه یې په کې راوستل، چې له مخې یې په تور لېست کې شامل طالب مشران کولای شي د سولې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره په اسانه بهر ته سفر وکړي.

د ملګروملتونو د بندیزونو په لېست کې دا مهال یوسل او دوه دېرش کسان او څلور سازمانونه شامل دي.

په امنیت شورا کې ډيپلوماتانو هیله څرګنده کړې چې د دې کسانو لپاره د سفر آسانتیا به، له بهرنیو پوځیانو سره، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه وځي، د وسله والو طالبانو د سولې او پخلاینې امکان برابر کړي.

پرېکړه لیک له افغان حکومت څخه غواړي، چې د سولې له عالي شورا سره په نژدې همکارۍ کې د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې ته د هغو کسانو د نومونو لېست ورکړي چې دوی د پخلاینې اوسولې د پروګرام د ملاتړ په غونډو کې د ګډون په مقصد ځانګړو سیمو ته د هغو د سفر اړتیا تاییدوي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټه له دې کسانو غواړي چې باید د سفر پرمهال د خپل پاسپورت د شمېرې، د سفر د ځای او د مودې په اړه چې تر نهو میاشتو نشي زیاتېدلای، دوی ته معلومات ورکړي.

په ملګروملتونو کې د برتانیا سفیر مارک لیال ګرانت Mark Lyall Grant وویل، د امریکا په غوښتنه برابر شوی دا پرېکړه لیک به د طالب مشرانو د سفر د معافیت اغېز او سهولت زیات او د افغانستان د سولې او پخلاینې له بهیر سره چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ډېر مهم شي مرسته وکړي.

ښاغلي لیال ګرانت په یوه بیان کې ویلي چې یادشوی پرېکړه لیک به همداراز د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې ته د سمې څارنې د ملاتړ امکان برابر کړي او پر دې سربېره د افغان حکومت او د بندیزونو د کمیټې ترمینځ د نژدې همکارۍ لپاره به چوکاټ رامینځ ته کړي.

امنیت شورا دا پرېکړه لیک په داسې حال کې تصویبوي چې ټاکل شوې په روانه اونۍ کې د یوې فرانسوۍ تحقیقاتي ټولنې په نوښت د فرانسې پلازمېنې پاریس ته نژدې دوه طالب مشران د افغان حکومت او د پخوانۍ شمالي ټلوالې په ګډون د اپوزیسیون له استازو سره کتنه وکړي.

ویل شوي چې دا غونډه له سبا چارشنبې د جمعې تر ورځې په یوه پټ ځای کې د تړلو دروازو شاته جوړېږي او ټول شل کسان برخه پکې اخلي.

د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر لاورینټ فابیوس پرون په یوه راډیويي مرکه کې وویل چې افغان ولسمشرحامدکرزي د دې غونډې له جوړېدو سره موافقه کړې.

فابیوس زیاته کړه چې په دې غونډه کې به بحثونه کېږي، نه رسمې خبرې اترې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې چې د دوی استازی به په غونډه کې وینا وکړي او ګډونوالو ته به د طالبانو لیدلوری بیان کړي خو ده ټینګار کړی چې له هیڅ اړخ سره سیاسي خبرې اترې نه کوي.
افغان اسلامي اژانس ویلي، چې شهاب الدین دلاور او محمد نعیم د طالبانو په استازیتوب په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement