پوسټ کوډ ۵۵۱۱۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د یو موټر بم چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړل

د کن?رک? په نامه يو بهرني ساختماني شرکت و. د د? شرکت دباند? يوه مو?ر بم چاودنه شوي، چ? په ک? ديارلس – ?وارلس تنه ?پيان شوي دي.

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د یو موټر بم چاودنې نن له غرمې مخکې لسګونه کسان ټپیان کړل.
دا پيښه د کابل-جلال اباد لویي سړک د کنټرک په نامه د یوه بهرني شرکت مخې ته شوې.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند داود امین وایي، چې په دې پیښه کې شاوخوا دیارلس تنه ټپیان شوي دي:
"د کنټرکټ په نامه یو بهرنی ساختماني شرکت و. د دې شرکت دباندې یوه موټر بم چاودنه شوی، چې په کې دیارلس – څوارلس تنه ټپیان شوي دی.
زموږ تحقیقاتي ټیم اوس په څیړنو بوخت دی."

د بریالي په نامه د دې شرکت یو تن امنیتي مسئول خبریالانو ته وویل، چې په دې حمله کې د یاد شرکت امریکایې مشر چوپا هم ټپي شوی دی.

په همدې حال کې عیني شاهدان وایې، په دې پيښه کې شاوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستې او ویلي، چې په لسګونو افغان او بهرنیو سرتیرو ته یی مرګ ژوبله اړولې، خو د کابل امنیتي چارواکي دا نه مني.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement