پوسټ کوډ ۵۵۰۶۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۱ ۰۹:۵۵

په بټي کوټ کې پیل شوی عملیات به د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لار ناامني ختمه کړي

په دغو عملياتو ک? ۵۰ تنه پ?ژندل شوي وسله وال ا

د ننګرهار چارواکي وايي په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عقاب په نامه پيل شوي عمليات به وکړاى شي د تورخم- جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې ناامني ختمه کړي.

دغه عمليات پنځه ورځې مخکې پيل شوي چې لا هم روان دي او يوازې افغان ځواکونه برخه په کې لري. په دغو عملياتو کې ٥٠ تنه پېژندل شوي وسله وال او ٢٣ مشکوک کسان او يوه اندازه وسلې نيول شوي دي.

عبدالزي  وويل، دغه عمليات به په نورو هغو ولسواليو کې هم پيل شي؛ چې د ناامنيو ستونزه په کې وي.

څو ورځې مخکې د ولسي جرګې يوه کميسيون ختيځو سيمو ته تر خپل سفر وروسته د ننګرهار او لغمان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللى و. 
سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement