پوسټ کوډ ۵۵۰۶۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۱ ۰۹:۴۵

وسله والو طالبانو د پيښور پر نړیوال هوايي ډګر بريد کړى

دولتي تلويزيون په د? حمله ک? د ?لورو تنو ملکيانو د

پاکستاني مقامات وايي د پيښور پر نړیوال هوايي ډګر وسله وال برید د پنځوسو تنو په مرګ ژوبلې سره پای ته ورسید.

پر باچا خان هوايي ډګر، چې د دې ښار په حساسه پوځي سیمه کې موقعیت لري بیګا ماخوستن لومړی راکټي او سمدستي د څو تنو وسله والو له خوا برید وشو.

دولتي تلویزیون په دې حمله کې د څلورو تنو ملکیانو د وژل کیدو او شپبږڅلويښتو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

خبرځای د هوايي ډګر د مسوولینو له قوله ویلي، چې په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته د سر زیان ندی اوښتی او یواځې د څيرمه سیمې عام اوسیدونکي زیانمن شوي دي.

د صوبې مشر وزیر بشیر احمد بلور د کره جزیاتو په باب بې خبري وښوده خو د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه توغندي د هوايي ډګر له ترمینل او نورو ودانیو نه لرې لګیدلي او هیڅ ډول دسر و مال زیان يې ندی اړولی.

اعلامیه زیاتوي، چې له راکټي حملې سره سم څو تنو وسله والو د شا له لوري پر هوايي ډګر برید وکړ او غوښتل يې چې دننه ننوځي.

خبرځای زیاتوي، چې برید کوونکیو هغه وخت له چاودیدونکیو موادو ډک موټر د هوايي ډګر یوې امنيتي پوستې ته نژدې له دیوال سره وجنګاوه چې د پوځي سرتیرو د مقاومت په ترڅ کې يې د ننوتو چانس له لاسه ورکړی و.

د ملکي هوايي چلند ادارې په دې اعلامیه کې د پنځو تنو برید کوونکیو د وژل کیدا ادعا شوې، خو د هغوی د کره شمیر په باب څه ندي ویل شوي.

په عین حال کې د پولیسو یوه عالي رتبه افسر چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډيو ته وویل، چې په سیمه کې تر دوو ساعتو پورې شدیدې ډزې روانې وې.
دولتي مقامات وايي ملکي خلکو ته په راکټي برید کې مرګ ژوبله اوښتې خو د خیبر یا شیرپاو روغتون دسرچینو د معلوماتو له مخې ډيری خلک دسپکو وسلو په ډزو لګیدلي دي.

وسله والو طالبانو ددې حملې مسوولیت منلی او ویلي يې دي، چې د دوی هدف دهوايي ډګر نظامي سیمه وه.

ددغې ډلې ویاند احسان الله احسان له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته وویل، چې په دې حمله کې لسو تنو وسله والو طالبانو برخه اخیستې وه.

د پيښور ملکي و نظامي هوايي ډګرونه څيرمه سره موقعیت لري، همداشان په دغه سیمه کې ګڼ شمیر نور مهم نظامي مرکزونه هم واقع دي چې د موقعیت له پلوه د ښار تر ټولو مهمه پوځي سیمه بلل کیږي.

د وروستیو راپورونو له مخې هوايي ډګر د هر ډول ملکي الوتنو پرمخ تړل شوی او پوځي ځواکونو په څيرمه سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

د ملکي هوايي چلند مسوولینو دشپې ناوخته وویل چې هوايي ډګر به تر سهاره د الوتکو پرمخ بیرته پرانستل شي، خو د تیرو کلونو پيښو ته په پام ښايي نړیوال هوايي شرکتونه یوارې بیا دغه ښار ته خپلې الوتنې وځنډوي.

یوشمیر نړیوالو هوايي شرکتونو چې د امنيتي ستونزو له امله يې تر څو کلونو پورې پيښور ته الوتنې ځنډولې وې په دې وروستیو کې په محدوده کچه دغه ښار ته الوتنې کولې. 

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement