پوسټ کوډ ۵۵۰۴۸
نیټه خپرول: شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۲:۲۰

رحمان ملک به نن له هندي چارواکو سره درې ورځنی خبرې پیل کړي

د هند او پاکستان د کورينو چارو د وزيرانو د خبرو په اجن?ا ک? د هندي جعلي پيسو او د امنيت او پان?ون? د موسسو ترمن? د همکاريو په ا?ه خبر? شامل? دي.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به پرون له هندي مقاماتو سره درې ورځنی خبرې پیل کړي.

راپورونه وايي، په دې کتنه کې عمده مسله د ویزې ورکولو په اړه د نوي قانون او د ګډو امنیتي همکاریو او پانګونې په اړه خبرې به شاملې وي.

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک نن له هند څخه خپله درې ورځنې کتنه پیل کړي.

تمه کېږي، چې دا دواړه ګاونديان به د ویزې ورکولو په اړه د نویو اصولو په باب نیټه اعلان کړي.

د ویزې په اړه موافقه د دې دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا د تیر سپتمبر په میاشت کې په اسلام کې لاسلیک شوې وه، چې هدف یې د دې هېوادونو ترمنځ د سفر اسانتیا ده په تیره د هغو کسانو لپاره چې د شرکتونو د کار وبار په ارتباط په سفر ځي.

د هند د کورنیو چارو د وزارت په اعلاميي کې راغلي، چې د هند او پاکستان د کورینو چارو د وزیرانو د خبرو په اجنډا کې د هندي جعلي پیسو او د امنیت او پانګونې د موسسو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې شاملې دي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان ‎د کورنیو چارو وزیر به د هند له صدراعظم من موهن سنګ او په دې هېواد کې د مخالف ګوند بهاراتا جناتا د ګوند له مشر شوشما سواراج سره د شنبې په ورځ وګوري.

د هند او پاکستان دواړو اړیکې له نولس سوه اوه څلویښت کال راهیسي چې خپله خپلواکې یې له بریتانیا څخه اخیستي خړې پړې دي او تر اوسه یې دری ځله جګړه کړې ده چې دوه یې د اشغالی کمشیر د سیمو پرسر وي.

هند پاکستان په دې تورنوي چې دا هیواد هغو کسانو ته په خپله خاوری کې ځای ورکوي چې په هند کې ترهګر عملیات کوي. د دوه زره اتم میلادې کال په نوامبر کې، د هند په ممبی باندي تر ترهګر برید وروسته چې په ترڅ کې یې یو سلو شپږ شپته کسه ووژل شول ددوې خبرې په څلورو ورستیو کلونو کې د دې پیښې په شمول د ډیرو عمده مسلو په اړه په ټپه ولاړي وې.

خو دا اړیکې له دوه زره لسم کال راهیسی بیرته مخ په ښه کېدو شول او رحمان ملک په ورستیو پینځو کلونو کې د لومړې ځل لپاره د هند او پاکستان د کرکېټ د تیست میچ تر لوبو څو ورځي مخکې هند ته سفر کوي.

هند وايي، دا هېواد به درې زره هغو پاکستانیانو ته چې د کرکټ مینه وال دي ویزه ورکړي، څو د کرکت څلور یو ورځنی لوبې وویني، چې لومړنۍ لوبه به یې د هند په پایتخت کې د دسمبر په پینځه ویشتمه پیل شي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement