پوسټ کوډ ۵۴۷۸۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۷:۳۴

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر وړاندې ننګونې

افغان او امريکايي چارواکو په د? وروستيو ک? ?و?ل? د امنيتي ت?ون په ا?ه غون?? او بحثونه ک??، خو دا ت?ون تر اوسه نهايي شوي نه دي.

افغان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون، له یو شمېر لویدیځو او نورو هیوادو سره د اوږدې مودې ستراتېژیکې همکارۍ او امنیتي تړونونه لاسلیک کړي، خو کارونه یې تر اوسه نه دي بشپړ شوي او د یو لړ حقوقي او قانوني خنډونو د لیرې کولو لپاره بحثونه روان دي.

افغان او امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې څوځلې د امنیتي تړون په اړه غونډې او بحثونه کړې، خو دا تړون تر اوسه نهایي شوی نه دی.

تېره میاشت چې کله امریکایي او افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدې مودې حضور لپاره د امنیتي تړون په اړه د خبرو مېز ته کښېناستل؛ غونډه یې صمیمي، مبهمه او لنډه وه.

کله چې دواړو خواوې په روانې میاشت کې بیا سره ګوري؛ هر یو به یو شمېر امنیتي اندیښنې، سیاسي محدودیتونه او قانوني لومړیتونه مطرح کړي او داسې بریښي، چې د جګړې وروسته وخت شراکت به تر سخت آزمیښت لاندې شي او ممکن له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د افغان حکومت لپاره چې په تېرې یوې لسېزې کې یې د لویدیځو هیوادونو د پوځي حضور په مرسته د طالب او القاعده وسله والو پر ضد جګړه پر مخ یوړه؛ مهمه مساله دا ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وخت کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ د دوام، د خپلو خلکو د سیاسي فشارونو او ملي حاکمیت تر منځ تعادل وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معیین جاوید لودین وایي:

“په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ به د خپلو ارګانونو د قوت په مقصد د امریکا پوځي حضور ته اړتیا لرو او خپلو خلکو ته به ډاډ ورکړو؛ چې امریکا به له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم د افغانستان ملګری او متحد وي، خو دا کار باید چې د دوو خپلواکو هیوادونو تر منځ د یوه تړون پر اساس ترسره شي.”

د لودین په وینا، ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د معافیت او قانونې صلاحیتونو او حدودو په اړه دی، خو موږ یې په پراخ او وسیع ډول ګورو او زموږ راتلونکې ورپورې تړلې ده.

د امریکا د حکومت لپاره چې د افغانستان په جګړې کې یې له دوه زرو زیات عسکر وژل شوي، مهمه مساله به ورته دا وي چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او په عین حال کې په دې هېواد کې خپل دېره عسکر د افغان چارواکو او محاکمو له ناوړه چلند څخه بچ وساتي.

د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړی سناټور "لینډزي ګراهام" تېره میاشت په واشنګټن کې یوې استماعیه غونډې ته وویل:

“څومره چې زه غواړم له افغانستان سره تړون باید سم شي او باور لرم چې له لاسه ورکول به یې د عصرونو لپاره مصیبت وي، که چیرې افغانان په افغانستان کې دېره امریکایي عسکرو ته د قانوني ساتنې په نه ورکولو ټينګار وکړي، زه به د یوه پول په ورکولو هم رايه ورنه کړم او دا جګړه به ختمه شي.”

واشنګټن پوست لیکي، تېرکال امریکا له عراقي چارواکو سره ورته خبرې درلودې او د عراق حکومت امریکایي پوځیانو ته له قانوني تعقیب څخه په معافیت ورکولو سلا نه شو، په نتیجه کې یې د عراق او امریکا تر منځ امنیتي تړون لاسلیک نشو او امریکایي ځواکونه په ډېرې عجلې سره له عراق څخه ووتل.

جګ پوړې افغان چارواکې وایي، د امریکا او افغانستان تر منځ په امنیتي تړون ممکن یو کال وخت ولګیږي او جمهور ريیس حامد کرزی په دې اړه له اعتراضونو او انتقادونو سره مخامخ دی.

جمهور رییس کرزي په تېرو څو میاشتو کې ویلي؛ د ناټو غړي هېوادونه دي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د معافیت په مسالې حساب نه کوي.

کرزي دغه راز په متحده ایالاتو انتقاد کړی، چې له پاکستان څخه په افغانستان باندې د توغندیو ورولو په مقابل کې یې چټک غبرګون نه دی ښودلی. جمهور رییس دغه راز له امریکا څخه غواړي؛ چې د افغانستان هوایي ځواک ته دې زیاتې مرستې ورکړي.

پر جمهور ريیس کرزي انتقاد کوونکي وایي؛ چې جمهور رییس د کورنيو سیاسي دلایلو له امله له امریکا سره د تړون په مخکې خنډونه اچوي او ځینې دا هم وایي، چې کرزی غواړي، له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په بدل کې امتیازات تر لاسه کړي او که مقصد ته ونه رسیږي، ممکن ټول تړون د خپلو ګټو قرباني کړي.

خو یوشمېر نور افغانان باور لري، چې حکومت د تړون په اهمیت ډېر ښه پوهیږي او ټینګار یې یوازې د دې لپاره دی؛ چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له لس کلن حضور وروسته خپل حقونه وساتي

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement