پوسټ کوډ ۵۴۷۱۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۱ ۰۸:۴۰

ناټو له افغان ځواکونو سره د

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ?اک?ر زلمي رسول به د س? شنب? او چارشنب? په ور?و د نا?و د بهرنيو چارو د وزيرانو په غون?ه ک? د افغانستان په استازيتوب ??ون وک?ي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې به پر دې مسالې خبرې وشي، چې د ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د کال د څلور ملیارده ډالرو څخه زیاته مرسته چې نړېوالې ټولنې یې ژمنه کړې څنګه تنظیم شي.

رویټرز خبري اژانس د ناټو د یو ډیپلوماټ له خولې ویلي دي؛ افغان حکومت غواړي چې د دې پیسو د لګښت چارې په خپل لاس کې واخلي؛ خو په افغان حکومت کې د پراخ مالي فساد په اړه شته اندېښنې به د دې سبب شي؛ چې ناټو خپله له د ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره د نړېوالې ټولنې د مرستو په تنظیم کې مهم رول پر غاړه واخلي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول به د سې شنبې او چارشنبې په ورځو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، په لویدیځ کې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره داخلي فشارونه زیات شوي؛ د داسې یوې جګړې د ختمولو په اړه چې له یو لسیزې دوام وروسته هم په کې د پرمختګ ډیر څرک نه لګیږي.

ر

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement