پوسټ کوډ ۵۴۶۷۵
نیټه خپرول: شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۵:۴۰

پاکستان له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې غوښتنه وکړه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل چ? د دوو هيوادونو ترمن? د ستراتيژيکو همکاريو موافقه تر هغو نه

تاند- د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون/ جمعه/ موافقه وکړه چې د دوو هیوادونو د ترانزیت تجارتي موافقه به په راتلونکو څو میاشتو کې تاجکستان ته هم وغځېږي او وروسته به د منځنۍ اسیا نور هیوادونه پکې شامل شي.
د افغانستان او په تېره بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې همداراز د دوو هیوادونو ترمنځ پر ستراتیژیکو همکاریو د خبرو هڅه وکړه.
د ډېرو کارپوهانو په نظر که افغانستان او پاکستان خپله انرژي د یو بل پر تخریبولو ونه لګوي او په خپل منځ کې همکارۍ زیاتې کړي نه یوازې دا چې په سیمه کې به دوه تر ټولو نژدې ستراتیژیک دوستان وي بلکې د یو بل د ستونزو په هوارولو کې به هم مرسته کوي.
د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو او ځینو اقداماتو داسي ښکاري چې دا هیواد نور دې نتیجې ته رسېدلی چې په افغانستان کې د ګوډاګي رژیم فکر باید له سره لېري کړي او د دې پرځای افغانستان ته د یوه دوست هیواد په توګه لاس اوږد کړي.
پاکستان د ارام او سوله ییز افغانستان له لارې خپل تولیدات د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرولی شي او افغانستان، چې په وچه کې ایسار دی، د پاکستان له نسبتاً لنډ سمندري بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار اخیستلی شي.
همداراز په افغانستان کې سوله د پاکستان له سولې سره مرسته کوي او د پاکستان د دولت مخالفانو ته په افغانستان کې د نفوذ موقع نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول سره د خپلو خبرو په باب خبریالانو ته د مالوماتو د ورکولو په مهال وویل چې دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د ستراتیژیکو همکاریو(مشارکت) د موافقې مسودې تبادله کړې.
دې همداراز وویل چې هیواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره ژر تر ژره داسي یوه موافقه وکړي.
پاکستان وروسته له دې چې افغانستان له هند او یو شمېر لوېدیځو هیوادونو سره ورته موافقې لاسلیک کړې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون لاسیک کېدو ته لېوالتیا زیاته کړې ده خو افغانان وايي چې پاکستان باید لومړی د افغانستان دوست شي او خپله دوستي عملاً ثابته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو زویرې حنا رباني کهر له افغان ساري(زلمی رسول) سره د خپلو خبرو په باب خبریالانو ته د مالوماتو د ورکولو په مهال وویل :«موږ سفر پیل کړی دی.»
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقه تر هغو نه شي لاسلیک کېدای چې د دوو هیوادونو ترمنځ پوره اعتماد نه وي پیدا شوی خو د دوی خبرې دې مسلې ته لاره اوارولی شي.
مېرمن کهر کابل د اسلام اباد لپاره د نړۍ تر ټولو مهه پلازمېنه وبلله او په دې توګه یې د افغانستان په اړه په نړیواله ټولنه کې د پاکستان منفي تصور رد کړ، او ویې ویل چې پاکستان د افغانستان د ستونزو په حل کولو کې اسانتیا رامنځته کوي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement