پوسټ کوډ ۵۴۶۷۳
نیټه خپرول: شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۵:۲۵

ایساف د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان وژلی

شکرالله د ?ه مود? و?اند? په ?ان وژونکو بريدونو ک? لاس درلود، چ? له امله ي? د لوي اختر په ور? په ميمنه ک??? کسان ووژل شول.

ایساف خواکونه وايي، چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یې د ازبکستان اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان له دوو نورو وسلوالو سره وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شکرالله د څه مودې وړاندې په ځان وژونکو بریدونو کې لاس درلود، چې له امله یې د لوی اختر په ورځ په میمنه کې۴۱ کسان ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه قوماندان په سرپل ولایت کې د سړک غاړې په بمي چاودنو کې هم لاس درلود.

له بلې خوا ایساف د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر نورو وسلوالو د وژلو او نیولو خبره هم کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement