پوسټ کوډ ۵۴۶۴۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۶:۲۷

جرمني: که چیرته شرایط سم و، نو راتلونکی کال د خپلو پوځیان شمېر کموو

د جرمني هدف دا دي چ? په افغانستان ک? د پو?يانو شمير ل? ک?ي، خو شرايطو ته به ?وري.

د جرمني دفاع وزارت وایي، که چیرته شرایط سم و راتلونکې کال به په افغانستان کې د خپلو پوځیان شمېر یو زردرې سوه ته راکم کړي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند سټیفین پیریس پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل، چې د جرمني هدف دا دی چې په افغانستان کې د پوځیانو شمیر لږ کړي، خو شرایطو ته به ګوري.

د جرمني حکومت پرون موافقه وکړه چې په راتلونکو پینځلس میاشتو کې له افغانستانه درې زره درې سوه عسکر باسي. د دې پریکړې لپاره د پارلمان تایید ته اړتیا شته.

جرمني اوس په افغانستان کې شاوخوا څلور نیم زره سرتیرې لري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement