پوسټ کوډ 54490
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 لیندۍ 139115:40

حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل

د اند?و مشرانو د ه?واد د نورو سيمو په اوسيدونکو هم غ? وک? چ? د ظلم پر و?اند? راپا?ي?ي او هغه کسان چ? د دوي آرام او سوله ايز ژوند له من?ه و?ي، له خپلو سيمو ?خه وش?ي.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، شریف الله خان او مولوي رحمت الله خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان هم د پردیو ظلمونو ته غاړه نه ده ایښې اوس هم هیڅ افغان د پردیو زور زیاتی او ظلم نه شي منلی.

دوی د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف ولسي پاڅون ته اشاره وکړه، وې ویل: طالبانو د دغې ولسوالۍ غښتلي مشران او مخور شهیدان کړل، ښوونځي یې وتړل، د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي یې وګواښل، خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ او په هغوی باندې یې دژوند ساحه راتنګ کړه، له دې امله د اندړو خلک دې ته اړ شول چې د طالبانو پر وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړي.

دوی څرګنده کړه چې د طالبانو پر وړاندې دا د اندړو ولسوالۍ د خلکو پاڅون یو ولسي پاڅون دی په دې کې بل هیڅوک نه لاس لري او نه هم چا د طالبانو په ځپلو کې ورسره همکاري کړې ده، یوازې د اندړو خلکو پر خپل مټ طالبان له خپلې سیمې څخه شړلي دي.

د اندړو مشرانو د هېواد د نورو سیمو په اوسیدونکو هم غږ وکړ چې د ظلم پر وړاندې راپاڅیږي او هغه کسان چې د دوی آرام او سوله ایز ژوند له منځه وړي، له خپلو سیمو څخه وشړي.

حامدکرزي د ظلم پرخلاف دریدل د افغانانو خاصه وبلله، وې ویل: د ظلم او زور زیاتي پر وړاندې دریدل او په خپله سیمه کې د سوله ایز ژوند لپاره د شرایطو برابرول د هر انسان حق دی چې د اندړو خلکو هم د خپل دغه روا حق د ترلاسه کولو لپاره پر ولسي پاڅون لاس پورې کړی دی.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې په ولسي پاڅونونوکې دې هڅه وشي چې د امکان تر بریده له وسلې څخه کار وا نه خیستل شي، بلکې ظالمان دې دیته اړکړای شي چې له وینو تویولو پرته سیمه پریږدي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement