پوسټ کوډ ۵۴۴۶۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۷:۳۴

کابل کې ځانمرګی برید: دوه کسان وژل شوي

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پولیس وايي د ښار په یوه سیمه کې، چې خورا کلک امنیتي تدابیر په کې ساتل کېږي، د یوه ځانمرګي برید له امله دوه تنه وژل شوي دي. 

نن سهار اوه نیمې بجې یوه ځانمرګي چې په چاودېدونکو توکو، لاسي بمونو او وسلو سمبال و، غوښتل چې یوې لوړپوړېزې ودانۍ ته پورته شي او هرې خوا ته ډزې وکړي، خو امنیتي ځواکونو وپېژاند او ویې واژه.

د هغه په ځان پورې د تړلو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله دوه تنه ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی. د نوموړي په خبره د ملی دفاع د وزارت د کارکوونکو د یوه ګاډي، چې هاغه مهال له سیمې د تېرېدو په حال کې و، هندارې ماتې شوې او په کې ناست دوه کسان برسېرن ټپیان شوي دي.

چاودنه د غازي وزیر اکبرخان مېنې په د یپلوماتیکه سیمه کې د ایتلافي ځواکونو له مرکز سره نژدې شوې ده.

د افغان حکومت مخالف وسله وال طالبان وايي برید دوی کړی او ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.ځانمرګی برید ګر د افغانستان د قاضي القضات کور ته نژدې وژل شوی، خو دا معلومه نه ده، چې د برید ګر هدف څه و

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement