پوسټ کوډ 54191
نیټه خپرول: شنبه 20 لړم 139113:03

وسله والو طالبانو د لوګر ولایت پر خروار ولسوالۍ برید کړی دی

په د? پي?ه ک? افغان ?واکونو ته زيان نه دي رسيدلي او له حمله کوونکو ?خه دوه مو?رسايکلونه او دوه ميله وسل? هم په سيمه ک? پات? دي.


د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د دې ولایت د خروار پر لرې پرتې ولسوالۍ حمله وکړه.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر رییس خان صادق عبدالرحیمزي آزادي راډیو ته وویل؛ چې په دې پیښه کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

ده څرګنده کړه، چې په دې پیښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی او له حمله کوونکو څخه دوه موټرسایکلونه او دوه میله وسلې هم په سیمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یوبل خبرکې د جوزجان د امنیې قومندانۍ د اپراسیون آمر عبدالمنان وایي؛ چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوال شیرشاه بابر نن سهار د وسله والو مخالفانوپه حمله کې ټپي شوی دی.

د دې حملې مسوولیت لاتراوسه کومې ډلې نه دی منلی.





شنبه 20 عقرب

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement