پوسټ کوډ 54100
نیټه خپرول: سه شنبه 16 لړم 139115:44

د روسیې ولسمشر، دفاع وزیر اناتولې سردییکوف له دندې لیرې کړ

ت?ره اوون? د روسي? تحقيقات? کمي?? ويل? و، په غير قانون? ?ول د پو?? شتمنيو د خر?لاو په ا?ه يي ???نه پيل ک?? ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین، دفاع وزیر اناتولې سردییکوف له دندې لیرې کړ.

پوتین نن د مسکو د سېمې له والې سرګیې شویګو سره په کتنې کې وویل، شویګو به د روسیې راتلونکي دفاع وزیر وي:

“زموږ د هېواد د تر ټولو مهمې موسسې مشر باید داسې څوک وي چې د وروستیو کلونو ټولې مثبتې لاسته رواړنې پر مخ بوزي، د وسله والو ځواکونو متحرک پرمختګ ډادمن کړې، د دولت د دفاعې قراردادونو او د بیا وسله وال کیدو د هغو سترو پلانونو عملې کول ډاډمن کړي چې تر لاس لاندي دي. زه فکر کوم چې تاسي به همداسي یو شخص یاست”.

تېره اوونۍ د روسیې تحقیقاتې کمیټې ویلې و، په غیر قانونې ډول د پوځې شتمنیو د خرڅلاو په اړه یي څېړنه پیل کړې ده.

تر تېر کال پورې اناتولې سردییکوف ددغو ادعاو په اړه د څیړونکې کمپنۍ چارې څارلې.

نوموړی د ۲۰۰۷ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د روسیې دفاع وزیر و.

سرګیې شویګو د ۱۹۹۴ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د روسیې د عاجلو خدمتونو د چارو وزیر و، خو د روان کال می میاشت کې د مسکو د سېمې د والې په دندې ټاکل شوی و. 

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement