پوسټ کوډ ۵۳۹۶۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۱ ۱۵:۰۷

د تیرو کلونو په پرتله یې د کمکي موادو په کچه کې کموالی راغلی

ډبلیو ایف پي یا د خوړو نړېوال سازمان وایي، چې د خپلو ژمنیو مرستو نږدې نیمایي برخه یې بدخشان او غور ولایتونو ته ځانګړې کړې، چې د دوي په خبره دغه ولایتونو تر نورو زیات له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مطبوعاتي مسول وحیدالله اماني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې تر ګواښ لاندې ولایتونو ته یې د ژمي لپاره لس زره ټنه خوراکي مواد برابر کړي دي.

د ښاغلي اماني په خبره په دغو موادو کې غنم، دال، غوړي، مالګه او بیسکیټ شامل دي، چې ولایتونو ته یې د انتقال لړۍ د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې پيل شوې او د نومبر تر وروستیو پورې به پای ته ورسیږي.

اماني تاییدوي، چې د تیرو کلونو په پرتله یې د کمکي موادو په کچه کې کموالی راغلی او لامل یې هم له دغه سازمان سره د مرسته کوونکو د مرستو کموالی بولي:

(زموږ مرستې د بودیجې له مخې ویشل کیږي، بد بختانه د تیر کال په پرتله زموږ مرستې کمې شوي دي، عوامل یې وضح دي، کله چې بودیجه کمیږي نو طبیعي ده چې مواد هم کمیږي، کله چې بودیجه زیاتیږي نو مواد هم زیاتیږي، مرستې کمې شوي دي، خو موږ بیاهم هیله من یو چې خلکو ته په خپل وخت مرستې ورسیږي.)

د خوړو نړېوال سازمان وایي، هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغانستان بې وزله کسانو ته رسیده ګي وکړي.

د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره هم د ډبلیو ایف پي مرستې ګټورې بولي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل، چې که څه هم د ډبلیو ایف پي مرستې د طبیعي پیښو پرمهال نه ویشل کیږي، خو زیاته یې کړه چې د خلکو د ستونزو یوه برخه هوارولی شي:

(د ډبلیوایف پي مرستې افغانانو ته ډیرې ګټورې دي خو مشخصا په حوادثو کې نه ویشل کیږي، موږ نو خوشحاله په دې یو چې د خلکو یو مقدار مشکلات کمیږي.)

د خوړو نړېوال سازمان وایي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې د افغانستان شااوخوا پنځه میلیونه بې وزله کسانو ته خوراکي مواد ویشلي دي.

له طبعي پیښو سره د مبارزې ادارې هم څه موده وړاندې د ژمې لپاره بشپړ چمتوالی اعلان کړ او وې ویل چې لرې پرتو ولایتونو ته یې اتیا میلیونه افغانۍ لیږلي ترڅو په بیړنیو حالاتو کې ترې ګټه واخیستل شي.

د کرنې وزارت بیا ویلي چې د تیر کال په پرتله یې د ژمنیو مرستو په کچه کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement