پوسټ کوډ ۵۳۹۶۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۱ ۱۵:۰۲

د افغانستان راتلونکې ټاکنې به په شفافه توګه ترسره شي

په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کميسيون يواځنې بنسټ دی چې د ګران ھېواد د اساسي قانون د حکمونو په
پام کې نيولو سره په نوموړي ھېواد کې د ھر ډول ټاکنو د ادارې او څارنې صلاحيت لري. د ټاکنو د ترسره
کولو په موخه د يوې بې پرې او مسلکي ادارې په توګه د ټاکنو د خپلواک کميسيون عمومي موخې د ملي
قوانينو او د نړيوالو ژمنو سره سم د باور وړ د ټاکنو ترسره کولو، د باور د فضاء د کچې لوړولو او په ټاکنو
کې د ملي مشارکت او دغه راز د باور وړ او منظمو ټاکنو د بنسټيزه کولو څخه عبارت دي.
د ټاکنو د قانون د ۴١ مې مادې سره سم، د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد ټاکنيز مھالويش د بېلا بېلو ټاکنيزو
پړاوونو په شمول د ټاکنو د ورځې څخه ١٢٠ ورځې مخکښې خپور کړي. پر دې سربيره، د جمھوري رياست
د ۴۵ لمبر فرمان سره سم چې د ١٣٩١ کال د زمري د مياشتې په پنځمه نېټه صادر شوې وو، د ټاکنو د
خپلواک کميسيون څخه يې غوښتي و چې د راتلونکيو ټاکنو په اړه د رأی ورکونکيو د نومونو د ثبتونې لپاره
يوه طرحه چمتو کړي او په ياد فرمان کې ھمدارنګه د ټاکنو د خپلواک کميسيون څخه غوښتل شوي وو چې د
ټاکنو د راتلونکي پړاو د تدوير لپاره عملياتي اړتياوې په ګوته کړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون په دې وياړي
چې دوی د دغه سندونو په چمتو کولو باندې يو څو اونۍ ھراړخيز کار وکړو او نن د چھارشنبې ( ١٣٩١ کال
د لړم ١٠ مه) په ورځ به نوموړي سندونه جمھوري رياست ته وسپاري.
ددې کار په دوام به د ټاکنو خپلواک کميسيون په ټاکنيز مھالويش کې په برياليتوب سره د يادو شوو بھيرونو د
پلي کولو په موخه د ټاکنيزو اړوندو خواوو سره پراخه سلامشورې پېل کړي.
پاتې دې نه وي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون به نن د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو
ټاکنيز مھالويش چې د بېلا بېلو ټاکنيزو پړاوونو مھمې نېټې ھم ورسره ضميمه دي، رسم اً اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون په دې باور دی چې د ١٣٩٢ او ١٣٩٣ کال د ټاکنو د ټاکنيز مھالويش اعلان به د
نوماندانو او دغه راز د رأی ورکوونکيو د پراخه ونډې اخېستلو لپاره لار ھواره کړي او دغه راز به نوموړې
اعلان د ټاکنيزو اړوندو خواوو سره مرسته وکړي چې د راتلونکيو ټاکنو د ترسره کولو په موخه د ټاکنو د
خپلواک کميسيون د ملاتړ لپاره خپل اړين چمتووالې ونيسي.
سربېره پر دې، په ھېواد کې د شتو آمنيتي او لوجيسټيکي چېلېنجونو او د تېرو ټاکنو څخه د ترلاسه شوو
درسونو په پام کې نيولو سره، د ټاکنو خپلواک کميسيون ژمن دی چې ټاکنې به د بشپړې روڼتيا او عدل په پام
کې نيولو سره ترسره شي او ھمدارنګه به کميسيون د راتلونکيو ټاکنو لپاره د ١٣٩٢ کال د پسرلي پورې د
ټاکنيزو اړوندو خواوو سره په کار کولو باندې د رأی اچونې د ځايونو لېسټ او خپل عملياتي پلان بشپړ او
اعلان کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement