پوسټ کوډ ۵۳۷۹۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۱ ۱۳:۱۵

په زابل کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندي مظاهره وشوه

د کلات ?ار شاوخوا ??? اوسيدونکي دد? ولايت په مرکزي چوک ک? راغون? شوي و او د نا?و او افغان حکومت پر و?اندي ي? شعارونه ورکول

تاند- د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې ددې ولایت سلګونو اوسیدونکو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندي مظاهره وکړه او ادعا یې کوله چې دغو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي په بې رحمانه ډول وژلي دي.

نن / دوشنبه/ د کلات ښار شاوخوا ۵۰۰ اوسیدونکي ددې ولایت په مرکزي چوک کې راغونډ شوي و او د ناټو او افغان حکومت پر وړاندي یې شعارونه ورکول.

د احتجاجي غونډې یو ویناوال وویل چې څلور ورځي وړاندي بهرنیو ځواکونو د کلات ښار څخه دوه تنه خیاطان له ځان سره وړي و او وروسته یې د سیوري ولسوالۍ د ملیزو په سیمه کې په بې رحمانه ډول وژلي دي

نوموړي وویل چې دواړه وژل شوي کسان سره وروڼه دي چې د کلات ښار د سینک د سیمي اوسیدونکي او د (ککي اغا) په نوم د یو روحاني شخصیت زامن دي او له وسله والو مخالفینو سره یې هیڅ ډول اړیکي نه درلودې.

په غونډه کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر کلاتوال هم د دغو دوو تنو وژل کیدل په کلکه وغندل او پر ولایتي اداره یې تور ولګاوه چې د دوي د بې کفایتۍ له امله عام ولس په بې رحمانه ډول د ښکیلو غاړو له لوري وژل کیږي.

کلاتوال د زابل له خلکو غوښتنه وکړه چې باید د دا ډول ظالمانه کړنو پر وړاندي چوپ پاته نشي او خپل ږغ پورته کړي او پدې برخه کې به دوي هم خپل ټول توان په کار واچوي تر څو په زابل کې د کیدونکو ظلمونو مخنیوی وشي.

غونډه د سهار په شاوخوا لس بجې پيل او د غرمې پر دولس بجې پای ته ورسیده چې پر مهال یې د کلات ښار ډيری هټۍ او د کابل-کندهار لویه لاره هم تړلې وه.

بلخوا د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وايي چې تر اوسه پوري معلومه نده چې دغه دوه کسان چا وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د زابل ولایتي ادارې ته په ورکولو شویو لمړنیو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه کسان له نیول کیدو او لمړنیو تحقیقاتو وروسته بیرته خوشي شوي خو معلومه نده چې بیا څنګه او چا وژلي دي

ناصري وايي چې د پيښي د پلټنې لپاره نن له کندهار څخه د افغان او ایساف ځواکونو یو ګډ پلاوي زابل ته راغلی او د دوي له څیړنو وروسته به د پيښي څرنګوالی په ډاګه شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement