پوسټ کوډ ۵۳۶۹۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۱ ۱۹:۰۳

امریکا له افغانستان سره د د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه رسمي خبرې پیلوي

امريکا ته پکار ده چ? د افغانانو د ساتن? او له هغوي سره د مرست? لپاره له ???? وروسته په افغانستان ک? پو?يان وساتي.

تاند - امریکايي چارواکي وايي چې ژر به له افغانستان سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې په باب رسمي خبرې پیل کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن پرون په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل چې په دې موافقه کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو شمېر او څرنګوالی په ګوته شي.

په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال پاتریک کینیډي وویل، امریکا ته پکار ده چې د افغانانو د ساتنې او له هغوی سره د مرستې لپاره له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پوځیان وساتي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایدن له وروستیو څرګندونو سره سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور د دوام په اړه رسمي خبرې پیلوي.

د فارن پالیسي خپرونې د راپور له مخې دا خبره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور د سې شنبې په ورځ وکړه.

تېره اوونۍ افغان او امریکايي چارواکو په کابل کې په خپل منځ کې د امنیتي موافقې په اړه خبرې وکړې. د دې موافقې پراساس به د هغو امریکايي پوځیانو شمېر او د ماموریت څرنګوالی په ګوته شي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن له خپل انتخاباتي سیال سره په مناظره کې وویل چې امریکايي پوځیان د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه وځي.

بایډن د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ له سیال کاندید پال راین سره په مناظره کې وویل:«موږ په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه خپل پوځیان باسو او په دې توګه په راتلونکو لسو کلونو کې اته سوه ملیارد ډالره سپموو، موږ لس کاله په دې جګړه کې ښکېل یو، د دې جګړې لومړني هدفونه تقریباً ترلاسه شوي، اوس موږ غواړو چې د کابل حکومت ته دا وړتیا ورکړو چې خپل امنیت په خپله وساتلی شي، دا د دوی مسوولیت دی، نه د امریکایانو.»

خو د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي مارک ګراسمن وویل چې ټوله خبره دغسي نه ده.

ګراسمن د سې شنبې په ورځ وویل، د راتلونکو خبرو هدف دا دی چې له ۲۰۱۴ وروسته د تروریستي ضد عملیاتو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو لپاره د امریکايي پوځیانو د حضور پر دوام موافقه وشي.

د مې په میاشت کې اوباما او حامد کرزي د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د امریکا د ژمنو پخلی وشو. د روان اکتوبر په درېمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن اعلان وکړ چې د ګراسمن مرستیال جېمز وارلیک به د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په خبرو کې د امریکايي لوري مشري کوي. د افغانستان له خوا به په واشنګټن کې د دغه هیواد سفیر اکلیل حکیمي د خبرو مشري په غاړه لري.

ګراسمن وویل چې تر ۲۰۲۴ کال پوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه تراوسه دواړو خواو رسمي خبرې نه دي پیل کړي. د ده په وینا، کله چې رسمي خبرې پیل شوې، دوه اړخیزه امنیتي موافقه باید د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې پراساس په یوه کال کې بشپړه شي.

ځینو امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به شاوخوا پنځه ویشت زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي، خو ګراسمن وویل چې تراوسه پوري د ځواکونو د شمېر خبره نه ده مطرح شوې او د پنځه ویشت زره عسکرو د پاتې کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه د اوازو پر اساس دي.

ناټو هم د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د امریکايي پوځیانو ترڅنګ وساتي خو دا پوځیان به په جګړه کې برخه نه اخلي بلکې افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه او مشوره ورکوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement