پوسټ کوډ ۵۳۶۵۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۱ ۱۵:۴۵

د افغانستان او د انګلستان ترمنځ د ګډ کمسیون لمړنۍ ناسته


1. د افغانستان اسلامي جمهوري او د بریتانیا دولتونو د افغانستان او بریتانیا د ګډ کمسیون لمړنۍ ناسته د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۵ نیټه ترسره کړه. دا ناسته په ګډه توګه د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوید لودین او د بریتانیا په بهرنۍ او د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو وزارت کې د دولت ارشدې وزیرې، مېرمن سعیده وارثی په مشرۍ تر سره شوه.

2. دا ګډ کمسیون په دې موخه رامنځته شو تر څو د موجوده استراتیژیکې ملګرتیا د اسنادو له پلي کېدلو څخه چې د ۲۰۱۲ کال د جنوري په ۲۸ نېټه د ولسمشر کرزي او لمړي وزیر ډیوډ کامرون له خوا لاسلیک شول، څارنه وکړي د دې کمیسون ناسته باید لږ ترلږه په کال کې یو ځل ترسره شي.


3. دواړو خواوو د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه را په دې خوا د ښوونې او روزنې، روغتیا، زیربنایې او اقتصادي پراختیا په برخو کې د افغانستان د خلکو تاریخي لاسته راوړنو څخه چې د بریتانیا په شمول د افغانستان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرو په ملاتړ تر لاسه شوې دي، یادونه وکړه.

4. دواړو خواوو د افغانستان او بریتانیا د ملګرتیا پر سیاسي اهمیت باندې ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړ تر څو په راتلونکي کلونو کې دا همکاري لا نوره پیاوړې کړي. دا ملګرتیا په ګډو ګټو او موخو باندې، او همداراز د دواړو خپلواکو
هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیز درناوی باندې ولاړه ده. دوی همداراز ټینګار وکړ چې یو امن او آزاد افغانستان د دواړو هېوادونو او د سیمي په ګټه ده.

5. دواړو خواوو د هغو ژمنو یادونه وکړه چې د نړیوالې ټولنې له خوا په شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې شوی چې د افغانستان راتلونکی امنیت او پرمختیا به خوندي کړي. هغوی همداراز د دوه اړخیزې حساب ورکونې کاري چوکاټ چې په توکیو کې پرې هوکړه شوی وه، په بشپړ پلي کېدلو باندې ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، جاوید لودین په دې اړه د جمهوري ریاست ۴۵ فرمان، چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې صادر شوی وو، د یو مهم ګام په توګه یاد کړ.
مېرمن وارثي یو ځل بیا د بریتانیا پر ژمنې ټینګار وکړ ، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د مالي تمویل له پاره به په کال کې ۷۰ ملیونه پونډه مرسته کوي او خپل پراختیایې مالي مرسته چې په کال کې ۱۷۸ ملیونه پونډه کېږي، تر ۲۰۱۷ کاله پورې جاري ساتي.

6. دواړو خواوو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په روزنې او زدکړو کې د بریتانیا د پانګونې او د افغانستان د پولیسو څخه د بریتانیا د ملاتړ سربېره، د هغو مرستو څخه چې د بریتانیایې ځواکونو له خوا په افغانستان کې ترسره کېږي،
بیاکتنه وکړه. دوی په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي اردو د افسرانو اکاډمۍ د تېره اوونۍ د افتتاح مراسمو څخه، چې د بریتانیا له خوا یې ملاتړ کېږي د هرکلی وکړ. مېرمن وارثي همداراز د قانون د حاکمیت د لا پیاوړي کولو لپاره د افغانستان له هڅو څخه د بریتانیا د ملاتړ پر ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، د بېلګې په توګه د جنایې عدالت کاري ډلې له لارې چې په تېرو څلورو کلونو کې د م

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement