پوسټ کوډ ۵۳۶۱۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۱ ۱۲:۵۸

ایساف ځواکونو په کندز ولایت کې د طالبانو یو قومندان وژلی

د دغو ?واکونو له خوا خپره شو? خبرپا?ه وايي، چ? وژل شوي طالب قومندان قريشي نوميده او د بازخان او زبير په نومونو هم مشهور وو.

ایساف ځواکونو تایید کړه، چې د تیرې شنبې په ورځ یې په کندز ولایت کې د طالبانو یو قومندان وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې وژل شوی طالب قومندان قریشي نومیده او د بازخان او زبیر په نومونو هم مشهور وو.

خبرپاڼه وایي، چې دغه قومندان د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې مهارت درلود او د ډیرو بمي حملو په پلانولو کې یې هم لاس درلود.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement