پوسټ کوډ ۵۳۵۰۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۰ تله ۱۳۹۱ ۱۰:۳۳

د دولتي روغتونونو خصوصي کول، د هیواد پربیوزلو خلکو ښکاره ظلم دی

پداسې حال کې د هیواد د خلکو 90 سلنه وګړي په همدې دولتي روغتونونو کې هم، د خپلو ناروغانو د مراجعې او درملنې وس او طاقت نه لري، د هیواد دعامې روغتیا محترمې وزیرې، د نظام او پانګه والو حیرانتیاده! د افغانستان په څیر بیوزلي او کمزوري هیواد کې چې دهغه حکومتي او دولتي واکمن باید تل دکمزورو خلکو پلوي وکړي، او هڅې او هاندونه یې تل دهغوي خدمت کولو ته متمرکزې وي، هروخت او ناراحت د ظالمانه طرحو په فکر کې مشغولیږي څو ددغه بیوزلي ملت خالي جیبونه نورهم بیخي خالي کړي. 

سره لدې چې د ملت دکور یوشمیر استازې، د اغلې ثریا دلیل په خبرو کلکه نیوکه کوي او ددوولتي روغتونونو حصوصي جوړول د هیواد د اساسي قانون مخالف ګڼي اردوی یې، خو د ملت له استازو د مخه،د ۱ په اصطلاح د هیواد د اسلامي جمهوری نظام دنده او رسالیت دی چې د افغانستان د مسلمان ملت د داډول ظلمونو او تیریو په مقابل کې و دریږي او دهغوﺉ له ټولنیزو او عمومي ګټو څخه د هرډول بې عدالتیو او دهیواد د اساسي قانون له مخالفو کړنو څخه دفاع وکړي. 

هماغسي چې څوڅو ځلي مو یادونه کړې افغانستان یو اسلامي هیواد دی چې اساسي قانون یې د اسلام دمبین دین د ژوند بښونکو زده کړر او تعلیمونو په اساس تهیه او تنظم شوی دی. 

د اسلام په ټولو برخو له هغې جملې څخه د اقتصاد برخهد کې ځانته فکر، طرح او نظر لري.
اقتصادي نظام، په نړۍ کې دشتو اقتصادي سیستمونو ترڅنګ دقیق او حساب شوی نظام دی.
اسلام د بشریت لپاره د منحتلط اقتصادي نظام وړاندیز کوي، هسې نظام چې اسلامي امت ته دولت د مفتو خدمتونو لحاظ هم پکې ساتل شوی او دخصوصي سکتورونه ته پکې دفعالیت اجازه هم ورکړی شوې ده او دا په د قیقه توګه، د بانګه والۍ او سوسیالیستي دواړو اقتصادي سیتمونو پرخلاف نظام دی چې په یوه یعنې پانګه والۍ او لیبرالیزم نظام کې ټول، ټولنیزو خدمتونو د شرکتونو او خصوصي سکتورونو پوسیله ـــ البته په جګه بیه وړاندې کیږياو په هغه بل کې ټول اقتصادي بنسټونه، ادارې او نورې، د دولت او حکومت په ولقه کې دي. 

په افغانستان کې له هغه ځایه چې دا یواسلامي هیواد دی او اسلامي احکام او قوانین پکې پلي کیږي، اقتصادي نظام یې هم باید د اسلام د اقتصادي سیستم تابع وي؛ پدې معنا چې دولت او سرمایداران د واړه ګډ باید خلکوته دټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو همت وکړي. 

البته پردې سربیره اسلامي نظام کې، د خصوصي سکتورونو د خدمت کولو د طریقي نظارت او پوښتنه ــــ په کمي او کیفي لحاظ ـــ د اسلامي دولت په غاړه دی او خصوصي سکتورونو ته په هیڅ نوم ـــ د هغوﺉ په خوښه او دخلکو د ګټو پرخلاف دفعالیت اجازه نه ورکول کیږي.
په هیواد کې دنوي نظام له پیلیدو څخه چې نژدې څه باندې لس کاله ترې تیریږي، په خواشنۍ سره باید ووایو چې ډیرې اسلامي غوره شوې کړنې دزړه بوږ نوونکو بدلونونو قرباني شویدي چې له هغهو څخه یوهم، په هیواد کې درسنیو نظام دی چې په څو وروستیو کلونو کې ـــ البته منظورمې هغه حساب شوی او هدفمند نظام دی چې په هیواد کې د نړۍ لید او ایدیولوژیو په لحاظ د هم لوریو رسنیو پوسیله په لارلویدلي دي. 

پدې نظام کې د امریکایي او غربې تموویلوونکو په صلاح او اشاره له ډیریو اوریدونکو، لیدونکو، چاپي او پرښناني رسنیو څخه ډیر فلمونه، سریالونه او داسې مطالب خپریږي چې د غیر دینی او بشري ضد او لویدیځ او مانیستي د مبتذل او یوچ فرهنګ لیږدوونکي دي. 

د آزاد بازار او د دولت له نظارت نه پرته سیستم، د هیواد د اداري نظام د اغیز مننې له موارد څخه د سرمایدارۍ یوبل خلک آزاروونکی سیستم دی، هغه سیستم چې دپانګو په ډیر چاغښت او د افغاني ۹۰ سلنې ټولنې په ډیرې بې کچې بیوزلۍ تمامیږي. 

د خصوصي سکتورونو ده او پالنه، دډیرو خدمتګارو ادارو سپارنه هغوﺉ ته ــ البته د عمومي ګټوپه نسبت د دولت نه پاملرنه او بې تفاوتي د اوسني دولت او نظام له منفي او زارونکو لاسته راوړنو څخه دي چې وروستیو کلونو کې ، دهیواد په بیوزلو او فقیر خلکو تحکیم شوي او تپل شوي دي، پدې لرکې کې لولای شو د مخابراتي، اویو لو بریښنایي خدمتونو سپارل خصوصي سکتورنو ته یادکړو چې یوه موده کیږي چې د ټولنې کم عواید او خلکو چغې یې آسمان ته پورته کړې دی او هیڅ داسې کومه مرجع هم نشته څو هغه ستم چې په خلکو شوی، لیري کړي.
هوکې! په ښکاره خو د اغلي تریا دلیل په څیر ځینو واکمنو هیر کړي چې په داسې هیواد کې ژوند کوي چې لمړي خو هغه اساسي قانون د اسلام دمبین دین د زده کړو او تعلیم پربنسټ تنطیم شوی، دوهم دهغو 90 سلنه خلک له هغو بیوزلو او فقیرو څخه شمیرل کیږي چې ډیر وختونه – شپه او ورځ – وچې ډوډۍ موندلې ته اړدي. 

اغلې دلیل او دهغې سیالوته د وزیرانو او وکیلانو خبرې وشي چې ټول نو ستاسو په څیر وزیران او وکیلان نه دي څو دخپلې شپې او ورځې ډوډۍ موندنې ته اندیښمن نه وي او څه د فکر خرابي ونه لري، دا ځای افغانستان نه دی له اوه- اته میلیونه وزګارو او بنځلس شل میلیونه وږو او پښې لوڅوخلکو سره! او تاسې هم راغلي یاست څو ددې خلکو او ددې اوبو او خاورې خدمتکاران واوسي نه دهغوی سردارن او شهزادګان!! 

د هیواد له مسولینو او کارکوونکو څخه دخلکو تمعه داده څرنګه چې بردې نظام مو د اسلامي نوم ایښی دهغه په ټولو عناصرو او اجزاوو باندي د اسلامي کولو او انساني کولو هڅه وکړﺉ څو وکړای شي هغه نظام او ستاسو د ځان په نسبټ، پرتاسو تللی باور بیلاسته راوړﺉ چې دا باور بیرته پلاس راوړل، ترهغې چې دخلکو په ګټه وي، ډیربه ستاسو په ګټه تمام شي؛ ځکه چې که همدغه بیوزلي او کمزوري خلک اراده وکړي، ستاسو په څیر خلک حتی دیوې ورځې لپاره هم نه شي کولای چې دغافیت او ریاست په کرسۍ کښیني! ځکه چې وایي:«د خلکو زور- د خدای زور دی» او دا هڅه مه کوﺉ چې له خدای(ج) سره زور آزموینه وکړﺉ چې بیخې به یي وبایلي.

لیکوال: سید فاضل محجوب

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement