پوسټ کوډ 53485
نیټه خپرول: چهارشنبه 19 تله 139114:19

متحده عربي اماراتو افغانستان ته تاریخي ماتې ورکړه

په پن?وس اوريزه لوبه ک? اويا من?? او هغه هم د ن?? د يوه نسبتاً کمزوري ?يم په مقابل ک? د افغانستان د لوبغا?و د لوب? کمزورتيا له ورايه ک?ه.

تاند- د اسیا د دوهم درجه ټیمونو د ایلټ کپ سیالیو په نیمه پایلوبې کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بې سارې ماتې وخوړه. په دې ماته کې د میدان یا پیچ ستونزه هم مطرح نه وه ځکه چې پچه افغانستان وګټله او په خپله یې پرېکړه وکړه چې لوبه یا بیټنګ پیل کړي.

افغان لوبغاړو د لوبې له هماغه پیله بې کفایتي وښودله او یوازې په اویا منډو وسوځېدل.

په پنځوس اوریزه لوبه کې اویا منډې او هغه هم د نړۍ د یوه نسبتاً کمزوري ټیم په مقابل کې د افغانستان د لوبغاړو د لوبې کمزورتیا له ورایه کړه.

اماراتي لوبغاړو په ډېره سادګۍ یوازې د دوو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په داسي حال کې چې نیمايي اورونه یې نه و پوره کړي افغان ټیم ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د لوبغاړو منډې:

محمد شهزاد: په شپږو توپونو ۵ منډې

کریم صادق: په ۲۴ توپونو۱۲ منډې

جاوید احمدي: ۵۶ توپونو۲۹ منډې

نوروز منګل: په ۶ توپونو یوه منډه

اصغر ستانکزی: په ۱۹ توپونو۴ منډې

محمد نبي: په ۹ توپونو۴ منډې

سمیع الله شینواری: په ۱۱ توپونو ۴ منډې

رحمت شاه: په ۲۸ توپونو۴ منډې

شاهپورځدراڼ: په ۶ توپونو هیڅ

ګلبدین نایب: په ۱۰ توپونو ۴ منډې

دولت ځدراڼ: نوبت ور ونه رسېد


اماراتي ټیم په داسي حال کې افغان ټیم مات کړ چې ۸ ویکټونه او ۱۵۸ توپونه یې لا لرل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement