پوسټ کوډ ۵۳۴۵۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ تله ۱۳۹۱ ۱۳:۱۲

پاکستان: د ستراتیژیکو همکاریو غوښتنه کرزي کړي نه پاکستان

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوي پرون په اسلام اباد ک? وويل چ? پاکستان له افغانستان سره د دوه ا?خيز احترام او ??و پر اساس د دوو ?و ?اون?يو په تو?ه د ا?يکو غو?تونکي دي.

تاند- پاکستان وايي چې له دغه هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون غوښتنه افغانستان کړې ده نه پاکستان.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون په اسلام اباد کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیز احترام او ګټو پر اساس د دوو ښو ګاونډیو په توګه د اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې له پاکستان سره به د یو لړ شرطونو پراساس د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

ده همداراز وویل، د افغانستان د ولسمشر او نورو افغان چارواکو له لوري د دې موضوع په اړه وروستۍ څرګندونې بې ځایه او کاملاً بې اساسه دي.

وروسته له دې چې په نیویارک کې د افغنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د بریتانیا د صدراعظم ترمنځ په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو مسله یاده شوه په افغانستان کې د دې موضوع پر سر ډېر بحثونه راپورته شول. ځینو دا موضوع د ډیورنډ کرښې له رسمیت پېژندلو سره وتړله او ځینو نورو بیا وویل چې ستراتیژیک تړون له هغه هیواد سره کېږي چې لومړی ورسره دوستانه اړیکې موجودې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټینګار وکاوه چې له پاکستان سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې مسله د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا، پاکستان او افغانستان په درې اړخیزه سرمشریزه کې، چې په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ جوړه شوه، مطرح کړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement