پوسټ کوډ ۵۲۸۸۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۱ ۱۵:۲۴

لغمان: د بهرنیو ځواکونو په برید کې اته تنه مېرمنې وژل شوي

بل خوا د سيم? اوسيدونکي وايي، چ? د بهرنيو ?واکونو په دغو بمباريو ک? د يوه طالب قومندان په ??ون پن?ه ويشت تنه وژل شوي او درويشت تنه نور ?پيان دي.

د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې اته تنه ميرمنې وژل شوي دي.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته دغه پېښه تاید کړه او ویې ویل، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د لغمان د الینګار ولسوالۍ د نورلام صیب سیمه بمبار کړی، چې په پایله کې اته تنه میرمنې وژل شوي او پنځه تنه نورې ټپيانې شوي دي.

ځواک زیاتوي، چې دغه ميرمنې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې.

بل خوا د سیمې اوسیدونکي وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په دغو بمباریو کې د یوه طالب قومندان په ګډون پنځه ویشت تنه وژل شوي او درویشت تنه نور ټپيان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement