پوسټ کوډ ۵۲۸۲۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۳ وږی ۱۳۹۱ ۱۷:۵۶

حامدکرزي د بریتانیا د دفاع له وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بریتانیا د دفاع له وزیر
فیلیپ هاموند سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په پوځي
یو نیفورم کې پر بهرنیوځواکونو باندې د بریدونو د مخنیوي، د ملي اردو د سمبالښت
او پیاوړتیا، له افغانستان سره د بریتانیا د همکاریو د دوام او د سولې د بهیر
او په هغه کې د پاکستان د همکارۍ په باب خبرې وکړې.

له دغې کتنې وړاندې د هېواد جمهور رئیس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان
د حالت په اړه له یوې بریتانوي رسنۍ سره په خبروکې وویل: زه د افغانستان د
راتلونکي په باب هیڅ ډول اندیښنه نه لرم.د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به
افغانستان په خورا ښه حالت کې یو هېواد وي.

حامدکرزي زیاته کړه که نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او هغه هم په
داسې حال کې چې له افغان امنیتي ځواکونو او د افغانستان له حکومت څخه خپل
ملاتړ ته دوام ورکړي او د افغانانو یوالي ته درناوي ولري او په دې اړه خپل
مثبت رول ولوبوي، زموږ هېواد به په یو خوندي او خورا ښه هېواد بدل شي.#



برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement