پوسټ کوډ ۵۲۵۳۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ وږی ۱۳۹۱ ۰۸:۳۴

د افغانستان او ایران د ګډ کمیسیون څلورمه غونډه په کابل کې جوړیږي

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چ? په تيرو لسو کلونو ک? د افغانستان او ايران ترمن? د سودا?ر? او راک?? ورک?? ا?يک? ?ير? پياو?? شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي همکاریو پیاوړتیا او ټرانزیټ هغه مسایل دي؛ چې په دې غونډه کې به پرې پراخ بحثونه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دې غونډې په جوړیدو سره به د داوړو هیوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ ستونزې هوارې شي.

ښاغلی موسی زی وایي، چې ټاکل شوې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې سه شنبې او چهارشنبې په ورځ جوړه شي.

"د دغه کمیسیون څلورمه غونډه به روانه اونۍ د سنبلې په څورلسمه او پنځلسمه نیټه د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ جوړه شي.

دا دوه ورځنۍ غونډه ده، په لومړۍ ورځ به د دواړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي چې مختلف وزارتونه په کې شامل دي؛ غونډه کوي، په دویمه ورځ به د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي او په پاې کې به یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړي."

د ایران او افغانستان ګډ کمیسیون په ۱۳۸۳ لمریز کال کې جوړ شو؛ چې تراوسه یې دوه ځله په تهران او یوځل په کابل کې غونډه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې اړیکې ډیرې پياوړې شوي دي.

که څه هم ویل کیږي، چې د دغو غونډو یوازنی هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پياوړتیا او په دې برخه کې د ستونزو هوارول دي، خو افغان سوداګر شکایت کوي چې له ایران سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ډیرې ستونزې لري. 

د ایران او افغانستان د ګډ کمیسیون څلورمه غونډه په داسې حال کې جوړیږي؛ چې د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې له ایران سره یوه تړون لاسلیک کړ؛ چې له مخې یې په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ښه فعالیت لپاره پنځوس هکتاره ځمکه ورکړل شوه.

همداراز تیره اونۍ د افغانستان، ایران او هند ترمنځ په تهران کې درې اړخیزه غونډه وشوه؛ چې هدف یې د اقتصادي همکاریو پياوړتیا وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement