پوسټ کوډ 52502
نیټه خپرول: يکشنبه 12 وږی 139110:28

جنرال جان الن په میدان وردک کې پروني ځان وژونکي بریدونه وغندل

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان په ميدان وردک کې پروني ځان وژونکي بريدونه چې له کبله يې ګڼ کسان مړه او ژوبل شول- وغندل.

جنرال جان الن په يوه اعلاميه کې چې پرون ناوخته خپره شوې؛ ويلي، په دغه بريد کې د حقاني شبکې د لاس لرلو نخښې نخښانې ښکاري، چې د الن په خبره دغه شبکه د بېګناه افغانانو وژلو ته ادامه ورکوي او د افغانستان د ملي حاکميت له حق څخه سرغړونه کوي.

ښاغلي الن د وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې ده.

پرون د وردک په سيد اباد ولسوالۍ کې غبرګونو ځان وژونکو بريدونو چې هدف يې د ناټو يوه اډه وه؛ اته ملکيان او څلور افغان پوليس ووژل. ايساف ويلي، چې په دې بريد کې دوى ته ځاني زيان نه دى اوښتى.

په پېښه کې تر ٥٠ زيات کسان ټپيان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement