پوسټ کوډ 52460
نیټه خپرول: پنج شنبه 9 وږی 139118:23

حامدکرزي د ملي اردو له یو شمېر جنرالانو سره وکتل

په د? کتنه ک? همدا راز د ملي اردو جنرالانو د ه?واد د امنيتي ?واکونو په ا?ه د ه?واد د ?ينو رسنيو او په اصطلاح سياسي ـ پو?ي کار پوهانو ?ر?ندون? د ملي ??و پرخلاف وبللي او د هغو د مخنيوي غو?تنه ي? وک?ه.

د ملي اردو یو شمېر جنرالانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به هم د هېواد امنیتي ځواکونه په پیاوړي ملي روحیې سره د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ملي اردو جنرالانو حامدکرزي ته ډاډ ورکړ چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې نړیوال ځواکونه به له افغانستان څخه و وځي، افغان امنیتي ځواکونه به په خپلو امکاناتو او وسلو که څه هم ناکافي دي، په پیاوړې ملي روحیې سره له افغانستان څخه په میړانه ساتنه وکړي.

دوی وویل: د هېواد په ملي امنیتي ځواکونوکې د هرې ورځې په تیریدو سره د هېوادپالنۍ
ملي روحیه پیاوړې کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به هیڅکله هم
د هغوی په مورال منفي اغیز ونه ښندي.

په دې کتنه کې همدا راز د ملي اردو جنرالانو د هېواد د امنیتي ځواکونو په اړه د هېواد د ځینو رسنیو او په اصطلاح سیاسي ـ پوځي کار پوهانو څرګندونې د ملي ګټو پرخلاف وبللي او د هغو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

دوی وویل چې په هیڅ یو هېوادکې رسنۍ د خپلو امنیتي ځواکونو پرخلاف خپرونې نه کوي، خو له بده مرغه په افغانستان کې د دې پرځای چې د هغو سربازانو چې هره ورځ له دې هېواد څخه د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ملاتړ وکړي او کارنامې یې وستایي، یو شمېر رسنۍ او شننونکي د ملي ګټو پرخلاف څرګندونې کوي چې دا ډول خپرونې د هېواد د ملي ګټو پر ضد عمل ګڼل کیږي.

د هېواد جمهوررئیس د ملي اردو له جنرالانو سره ننۍ کتنه ګټوره وبلله او لارښوونه یې وکړه چې د ملي امنیتي ځواکونو په چاروکې د ښه والي د رامنځته کولو لپاره دې دا ډول ناستې دوام ومومي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement