پوسټ کوډ ۵۲۳۳۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ وږی ۱۳۹۱ ۱۷:۳۴

افغانستان، هند او ایران نن د چاه بهار بندر په اړه خبرې کوي

تاند - د ناپېیلي غو رځنګ تر سرمشریزې مخکې هند، ایران او افغانستان نن/یکشنبه/ په تهران کې یوه درې اړخیزه ستراتیژیکه غونډه کوي چې په ترڅ کې یې د سیمه ییز امنیت، اقتصادي حالت او د چاه بهار بندر د امکاناتو په شان په مهمو مسایلو باندې خبرې کېږي.

د ایران د چاه بهار بندر، چې د افغانستان نیمروز ولایت ته نژدې دی، په افغانستان کې د هند د مرستو او نفوذ د زیاتېدا او په افغانستان کې د سولې او امنیت له ټینګېدا سره د پاکستان د مخالفت د دوام له کبله افغانستان ته د یوې اصلي بهرنۍ لارې په توګه اهمیت موندلی دی.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رنجان متهای پرون خبریالانو ته وویل، د افغانستان، ایران او هند په درې اړخیزه غونډه کې به د درو هیوادونو د باندنیو چارو معینان د چاه بهار پر تجارتي بندر خبرې وکړي چې له یوې مودې راهیسي پرې غور روان دی.

په دې غونډه کې، چې د ایران په نوښت جوړېږي، د بېلابېلو تجارتي فعالیتونو په اړه د هند د بندري چارو د ټولنې په راپور هم خبرې کېږي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې په راپور کې په مختلفو امکاناتو او متبادلو لارو رڼا اچول شوې او دا تاکید شوی چې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه متبادله لار د چاه بهار بندر دی.

چاه بهار، چې د ایران په جنوب ختیځ کې دی، له منځنۍ اسیا او افغانستان سره د هند د تجارتي ارتباط ښه لار بلل کېږي.

ایران، چې د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره مخامخ دی، هڅه کوي چې خپلو تجارتي لارو او صنعتي سیمو ته تر پخوا لا زیات پانګوال وروبولي.

ګومان کېږي چې د درو هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران به د هند د بندري چارو د ټولنې د راپور د څېړنې او د چاه بهار بندر د لا پراختیا سپارښتنه وشي. 

د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ناپېیلي غورځنګ د مشرانو غونډه جوړېږي. ښايي د دې غونډه ترڅنګ (حاشیه) د درو هیوادونو مشران هم د خپلو بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پر پرېکړو خبرې وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement