پوسټ کوډ ۵۲۲۷۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲ وږی ۱۳۹۱ ۱۸:۴۸

هغه څوک چې وطن ورانوي، خلک وژن

په ه?وادک? روان تروريستي او تخريبي اعمال که ي? طالبان کوي او يا ي? د طالبانو په نوم نور کوي، هي? ?ول انساني، اخلاقي، اسلامي اجازه خو په هي? ?ول

د اسلام ،بشريت او افغانیت ضد دردونکوو پیښو په لیدو سره د افغانستان هر بچي ته دا فکر پیدا کیږي چې د طالبانو مشران او طالبان به په کومو سترګو له هغو خلکو سره مخامخ کیږي چې ماشومان یې همدوی په بمونو، په راکټونو او انتحاري حملوکې شهیدان کړي او یایې معیوب او معلول کړي دي.

دغه ټکی دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریس حامدکرزي په خپله راډیویي وینا کې چې دملي راډیو له څپو څخه خپریږي، څرګند کړ، وې ویل: دوی څنګه کولای شي هغو کلیو او سیمو ته ورشي چې د اولاد پرمخ یې د ښوونځي دروازې تړلي، ناروغان یې له روغتیایي خدمتونو څخه محروم کړي دي. حتی کوچني ماشومان د ماشومتوب د دورې د ناروغیو واکسین ته نه پریږدي.

ده وویل:هغه څوک چې وطن ورانوي، خلک وژني، ښوونځي او مدرسې تړي، د وطن د ترقۍ مخه نیسي هغه هیڅکله هم دا حق نه لري چې د وطن دوستۍ او اسلامیت دعوه دې وکړي.

جمهورریس څرګنده کړه: په هېوادکې روان تروریستي او تخریبي اعمال که یې طالبان کوي او یا یې د طالبانو په نوم نور کوي، هیڅ ډول انساني، اخلاقي، اسلامي اجازه خو په هیڅ ډول نه لري، بلکې شدیدا د اسلام د مقدس دین او د اسلامي لارښوونو پرخلاف او ورسره په تضادکې دی او د انساني او وطني ارزښتونو او بشري صله رحمۍ پر خلاف دي.

حامدکرزي د روژې په مبارکه میاشت کې د لارو د غاړو پر بمي چاودنو سربیره د هېواد په ځینو برخوکې څو انتحاري او انفجاري حملو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د تروریستانو دوې حملې د ارزګان او د ننګرهار په ولایتونوکې پر جوماتونو، د نیمروز، خوست، کندز او نورو سیمو حملې بیا پر بازارونو، ګڼ میشتو او عام المنفعه ځایونوکې وشوې چې په عباداتو مشغول او روژه په خوله هېوادوال یې د ویر
او ماتم په ټغر کینول.

ده وویل: ټولې تروریستي پیښې غمجنې او دردناکې وې خو د زرنج د ښار پیښه لا ډیره الم ناکه او دردونکې وه چې تر سلو زیات هېوادوال، ماشومان، ښځې، سپین ږیري او ځوانان پکې ټپیان او ۲۱ تنه پکې شهیدان شول.

له همدې امله زه د اختر په درییمه ورځ د نیمروز له غم ځپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ او د شهیدانو د فاتحې لپاره زرنج ته لاړم. ما د زرنج په ښارکې د دغې غمجنې پیښې ځیني ټپیان هم ولیدل چې ماشومان او تنکي ځوانان پکې شامل وو، ځیني ټپیان مې د علاج لپاره له ځان سره کابل ته راوستل.

ده زیاته کړه: د دې پیښې د شهیدانو د خپلوانو او د ټپیانو په لیدلو او د تیرې روژې د برکتي میاشتې دغو ټولو ځورونکو پیښو ته په پام سره مې له ځان سره دا پریکړه وکړه چې د دې ځل په راډیويي وینا کې به یو ځل بیا پر طالبانو او د دوی پر مشرانو غږ وکړم او ترې وبه پوښتم چې د ارزګان او ننګرهار په جوماتونو د حملو، په کندز، خوست، نیمروز او نورو سیموکې د لسګونو انسانانو، ښځو، نارینه وو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د شهیدولو او ټپي کیدلو زیان آیا کوم بهرني هېواد ته ورسید او که مو خپل هېواد، خپلو خلکو او د هېواد ځوانانو ته زیان او تاوان، مرګ او ژوبله و رسوله.

هو! د خپل هېواد کورنۍ مو په ویر او ماتم اخته کړې، د خپل هېواد جومات ، سړک او تعمیر مو ونړولو، نه د بل هېواد او نه د پردو.

دهېواد جمهورریس وویل: زه یو ځل بیا غږ کوم او بیا هم وایم که څه هم زما په دې خبره به ځینی وطنداران خوابدي کیږي خو بیا هم زه پر طالبانو د وروڼو غږ کوم چې وروڼو! که دا اعمال ستاسې وي، تاسې یې ترسره کوی نو د خدای تعالی او ملت پر وړاندې ملامت یاست او آخرت درته ګوري او که یې تاسې نه کوی او ستاسو په نوم یې د افغانستان دښمنان کوي بیا نو پر تاسو د افغانستان د خلکو، د دې ملت او زموږ د اسلام د مقدس دین او مسلمانانو دا حق دی چې تاسو غږ وکړی په جرات او غیرت
سره غږ وکړی چې دا تاسو نه یاست، بلکې دا دافغانستان دښمنان دي چې ستاسې په
نامه افغانان وژني او دین، جومات ښونځي او کلي ورانوي.

حامدکرزي وویل:که تاسو دا غږ ونه کړی او پټه خوله غلي پاتې شی او دا وژنې دوام پیدا کړي لکه دا لس کاله یې چې ادامه پیدا کړه نو د خدای تعالی، دا فغانستان د مسلمان ملت او د تاریخ په وړاندې به تاسو ملامت یاست، دطالب په نامه او د دوی د مشرانو په په نامه به ملامت یاست. نو په دې دنیا کې بخښنه درته کیږي د آخرت سوال خو د خدای تعالی دی هغه به درڅخه پوښتنه کوي. نو که تاسو دا ظلمونه نه دي کړي، که دا بمونه او انتحاریان ستاسو نه دي چې دا عام ملت یې په وینو ولمباوه
نو غیرت وکړی او غږ وکړی چې دا موږ نه یو.

بیا هم وایم وروڼو طالبانو! زه اوس د وروڼو خطاب درته کوم د دې ټولو درودونو سره چې دې ملت ته مو و رسول، زه بیا هم د ورور خطاب درته کوم ځینې به په دا خبره راڅخه خوابدي هم شي خو زه درته ورور وایم چې غیرت وکړه او د خپل وطن له بچي سره ودریږه، له میندو سره ودریږه او دپردو له لاسه ځان خلاص کړه او راشه دا وطن وساته او غږ وکړه چې دا ظلم ته نه کوی، بلکې ستا په نامه کیږي. هلته به دې ملامتي ورکه نه وي خو لږ به وي.



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement