پوسټ کوډ 52254
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 وږی 139116:53

د خوست په علي شیرو کې د دولت پنځه تنه وسلوال مخالفان نیول شوي

د خوست ولایت په علي شیرو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دولت پنځه تنه وسلوال مخالفان نیول شوي دي.

د دې ولایت د امینې قومندانې مرستیال محمد یعقوب وایي، چې دغه عملیات تیره شپه د دولت د وسلوالو مخالفیو د نیولو په هدف ترسره شوي چې په کې نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زیاته کړه، چې له نیول شوو کسانو څخه پوښتنې پیل شوي.

تر اوسه وسلوالو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement