پوسټ کوډ ۵۲۲۱۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۱ ۱۸:۰۴

د امريکا لوى درستيز د افغ

د امنیتی مسوولیتونو انتقال، د افغان ځواکونو لخوا ځانګړي عملیات او د افغان امنیتی ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو سرتیرو د وسله والو حملو زیاتیدل د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز او افغان امنیتی چارواکو ترمنځ د خبرو اصلي اجنډا بلل کیږي.

راپورونه وایی چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي له افغان امنیتي چارواکو سر بیره به په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له یو شمیر قومندانانو سره هم وګوري.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د جنرال دیمپسي او افغان امنیتی چارواکو ترمنځ افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د انتقال، د ځانګړو عملیاتو پرڅرنګوالي او د افغان ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو ځواکونو د حملو د مخنیوي پرلارو چارو خبرې کیږي:

" زموږ د ملي اردو د وړتیاو په برخه کې د یوه تفاهم لیک په اړه به هم خبرې وشي. له بده مرغه چې د افغان امنیتی ځواکونو له مراکزو او یونیفورم څخه په ګتې اخیستنې په دې وروستیو کې پر بهرنیو ځواکونو حملې زیاتې شوي دا مسئله هم د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې ښایي شامله وي".

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د افغان امنیتی ځواکونو په دریشۍ کې نږدې دیرش وسله والې حملې پر بهرنیو سرتیرو شوي چې لسګونه بهرني عسکریې وژلي او ټپیان کړي دي.

یوازې په تیرو دوو اونیو کې د افغان پولیسو او ملي اردو په یونیفورم کې وسله والو حملو څه باندې لس تنه بهرني پوځيان وژلي چې تر ټولو تازه پیښه یې د یکشنبې په ورځ په کندهار کې وه چې له امله یې یو امریکایي سرتیری ووژل شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement