پوسټ کوډ ۵۲۲۰۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۱ ۱۸:۰۸

په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید ۷ وسله وال ووژل

په پاکستان کې چارواکي وايي چې نن سهاروختی په شمالي وزیرستان کې د یوې مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په حمله کې لږترلږه ۷ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو ویلی، الوتکې شمالي وزیرستان کې مانا ته نژدې دوه موټرچې وسله وال یې لیږدول، په نښه کړل او برید یې پرې وکړ.

په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د قومندان حافظ ګلبهادر وسله وال نفوذ لري.
تیره ورځ هم پرسیمې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې پنځه وسله وال وژل شوي چې ویل کیږي دوی هم د ګلبهادر په ډلې پورې مربوط و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement