پوسټ کوډ ۵۲۱۱۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۱ ۱۲:۲۳

د خوست په صحرا باغ کې پر پوځي اډې حملې شوي دي

د خوست په شمال ختیځ د صحرا باغ په سیمه کې نن سهار د بهرنیو ځواکونو په پوځي اډې کې پر افغان کارکونکو د وسله والو کسانو له خوا د لاسي بمونو او وسلو حملې شوي.

د دې پيښې د مرګ ژوبلې په اړه بیلابیل معلومات ورکړل شوي.

د خوست د ملکي روغتون رییس ډاکټر مجید منګل آزادۍ راډیو ته وویل چې، تر اوسه له پیښې څخه نهه تنه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د پيښې مسئولیت منلی او وایې چې په دې حمله کې چې پر افغان او بهرنیو ځواکونو شوې، ګڼ شمېر بهرني سرتیري او د هغوي افغان ژباړونکی وژل شوي.

خو دولتي چارواکي دا ادعا نا سمه ګڼي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement