پوسټ کوډ ۵۱۹۴۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ زمری ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

خدمتګار: مسكو د طالبانو ضد دوه پوځي اډې جوړوي

تاند- خدمتګار ورځپاڼه په نننۍ ګڼه كې ليكي، كه څه هم افغان چارواكي او د روسيې په ګډون د منځنۍ اسيا ځينې هيوادونه له ناټو او امريكا غواړي چې له افغانستانه وار مخكې ونه وځي، خو داسې ښكاري چې هغوى پخپل پلان ولاړ دي.

تېره دوشنبه د بلجيم ځواكونو وتل پيل کړل او د كال ترپايه به امريكا خپل درېيمه برخه پوځ اېستلى وي.

خدمتګار زياتوي، همدا وجه ده چې روسيه له افغانستان څخه د ناټو له وتلو وروسته پر ستراتيژۍ كار كوي.

روسيه په دې برخه كې له قرغزستان او تاجكستان سره هم پر اوږدمهاله اډو خبرې كوي.

مسكو وېريږي چې كه په ۲۰۱۴ كال كې د افغانستان وضعيت خرابيږي، نو وسله وال به د دغه هيواد له شمال څخه منځنۍ اسيا ته لار وكړي.

قرغزستان كې نږدې ۱۵ سوه توندلاري شته، افغانستان ته نږدې هيواد تاجكستان نږدې دوه اوونۍ وړاندې پخپله خاوره كې نږدې ۵۰ كسان ووژل او دوشنبه ادعا كوي چې افغان پوله كې له تاجك بدخشان سره نږدې له ۴۰۰ سوو تر زرو پورې توندلارو اړولي دي.

له تاجكستان څخه په افغانستان كې ډېر تاجك اوسي، په ورته وخت كې روسيه په تاجكستان كې شپږ زره پوځيان لري او دا له هيواد بهر د مسكو ډېر پوځيان دي.

خدمتګار د مسكو د نړيوالو اړيكو انسټيټيوټ د مشر او شنونكى اندري كزانتسوف له قوله وايي، مسكو غواړي چې د تاجكستان په پوله كې له افغانستان سره خط واچوي:(دا روښانه ده چې روسيه به په افغانستان كې د تاجك لږكيو ملاتړ كوي او په نړيوالو طاقتونو كې به لومړى هغه وي چې په افغانستان كې به د تاجكانو له خوندي كولو سره مرسته كوي.)

د نوموړي په خبره، په ورته وخت كې به مسكو د ۱۹۹۰ كلونو سايست غوره كړي، چې هغه د شمالي ټلوالې پوځي او مالي ملاتړ دى. ځكه د تاجكانو په مشرۍ دغه ټلواله د طالبانو او د منځنۍ اسيا ترمنځ دېوال دى.

خدمتګار زياتوي، د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال كې دي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې په افغانستان كې له امريكايي اډو سره مخالف و، له ناټو غواړي چې له افغانستانه ورا مخكې ونه وځي.

نوموړي تېره اوونۍ په روسيه كې د هغې سيمې د ليدنې پرمهال چې ناټو ته ترې اكمالات كيږي له نړيوالې ټولنې يو ځل بيا وغوښتل چې خپل مسووليت نيمايي كې پرې نه ږدي او له افغانستان وار مخكې ونه وځي

شنونكي وايي د نوموړي دا څرګندونې لكۍ لري او په ناټو پورې خندل دي.

خدمتګار په كورنګي مسكو مركز كې د منځنۍ اسيا د كارپوه الكسي ملاشينكو له قوله وايي، پوتين پخپلو خبرو سره امريكايانو ته وښودله چې له روسيې يې پند وانخست او ورته تېروتنه يې وكړه.

ځينې شنونكي دا هم وايي، له ۲۰۱۴ وروسته چې نړيوال ځواكونه به په افغانستان كې نه وي دا هيواد به دومره خطرناك نه وي، لكه روسيه چې ترې وېريږي، خو مسكو په دا ډول درواغجنه وېره غواړي چې د منځنۍ اسيا هيوادونه مهار او پخپل سياست پورې تړلي وساتي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement