پوسټ کوډ ۵۱۵۷۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۵ زمری ۱۳۹۱ ۰۹:۱۸

ولسمشر کرزي له خپل تاجکستاني سيال سره پر پوله پر روانو ناامنيو خبرې وکړې

ولسمشر کرزي له خپل تاجکستاني سيال سره د دواړو هېوادونو پر پوله پر روانو ناامنيو خبرې وکړي.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغان ولسمشر د ټیليفون د لارې د تاجکستان په خاروغ ښارګوټي کې د ځينو تاجک امنيتي ځواکونو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او بيا دواړو مشرانو د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې د ناامنيو پر مسئلې خبرې وکړې.

تاجکستان څه موده مخکې د ځينو مشکوکو کسانو د نيولو په هدف عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ګڼ مخالف وسلوال ووژل شول او ځينې ونيول شول.

دا عمليات په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو کې د افغانستان په شمال کې کې هم ناامني زياته شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement