پوسټ کوډ ۵۱۵۱۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲ زمری ۱۳۹۱ ۱۸:۲۹

ولسمشر کرزي له جرمني وغوښتل چې طالبانو خبرو ته راضي کړي

تاند -د جرمني د شپېګل اوونیزې مجلې له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر له جرمني څخه غوښتي چې د ده د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د لارې په اوارولو کې مرسته وکړي.

جرمني تېر کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړې وه چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو په قطر کې څو پړاوه خبرې وکړې.

د شپېګل مجلې له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره له خپلو محبسونو طالب بندیان خوشي کړي، د ملګروملتو له تور لیسته یې د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنې کړي، د سولې عالي شورا یې جوړه کړې او پر پاکستان یې بیا بیا ږغ کړی چې له خپله نفوذه کار واخلي، او دا دی دا ځل یې له جرمني مرسته غوښتې چې په خپل منځګړتوب طالبان وهڅوي چې د ده له حکومت سره خبرې وکړي.

د شپېګل مجلې د روانې اوونۍ په ګڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د توکیو په کنفرانس کې له جرمني وغوښتل چې طالبان خبرو ته راضي کړي.

شپېګل مجله وايي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره په وروستۍ کتنه کې له طالبانو سره د سولې لپاره یو ۳۶ مخیز پلان هغه ته وړاندې کړی و.

په دغه پلان کې ویل شوي و چې د افغانستان حکومت د هغو طالب مشرانو او قومندانانو هرکلی کوي چې له القاعده شبکې سره اړیکې شلوي، همداراز د طالبانو ټولو قومندانانو او غړیو ته، چې جګړه بس کړي، د امنیت تضمین ورکوي او نه یوازې دا چې سزا به نه ورکول کېږي بلکې ملاتړ به یې هم کېږي.

خو له دې سره سره امریکا لا هم له طالبانو سره له مخامخ خبرو ته موافقه نه ښکاري. افغانستان وايي چې باید له طالبانو سره ژر خبرې وشي خو امریکا وايي چې باید اول طالبان کمزوري شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement