پوسټ کوډ ۵۱۴۷۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ زمری ۱۳۹۱ ۱۲:۱۰

پر کونړ د پاکستان له خوا په راکټي حملو کې څلور افغانان وژل شوي

د کونړ چارواکي وايي، په تیرو دوو ورځو کې د پاکستان له خاورې د دې ولایت پر سرحدي سیمو د درنو وسلو سلګونه مرمۍ لګیدلي دي.

د کونړ امنیتي مقاماتو ویلي، په دانګام ولسوالۍ باندې چې د پاکستان له چترال سره ګډه پوله لري؛ د توپونو په ډزو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ګڼشمېر کورنۍ سیمې پریښودو ته اړې شوې دي.

په عین حال کې د کونړ اوسیدونکي او حکومتي او قومي مشرانو پر افغان حکومت غږ کړی؛ چې د پاکستان له خاورې د دوی پر سیمو د روانو بریدونو د مخنیوي لپاره جدي او بیړني ګامونه واخلي.

پاکستاني لورې تر دې دمه پر کونړ ولایت باندې؛ د دې هېواد له خاورې د وروستیو حملو په اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement