پوسټ کوډ ۵۱۴۱۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۸:۵۶

د لوړو زده کړو په ځینو موسسو کې د تدریس کیفیت ټیټ دی

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د لوړو زده کړو ځیني خصوصي موسسې د دې وزارت له معیارونو نه سرغړونه کوي، درسي کیفیت یې ټیټ دی او ان ځینې یې په غیر قانوي ډول فعالیت کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرعبیدالله عبید د چهار شنبې په ورځ په کابل کې وویل، د غیرعادلانه فیسونو، د سم او منظم نصاب او مسلکي کدرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې اوس مهال یادې موسسې ورسره لاس او ګریوان دي .

ډاکټرعبید وايي، چې دې ستونزو خلک په ځانګړي توګه محصلان له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي:

"له بده مرغه دغو موسسو دومره پراختیا موندلې، چې ورو ورو له کنترول نه وځي او ان د لوړو زده کړو وزارت مسوولیتونه یې تر پوښتنو لاندې راوستي دي.

په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو ځینې خصوصي موسسې ښه کیفیت نه لري او خلکو ته یې اندېښنې را ولاړې کړې."

د لوړو زده کړو وزیر د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په لومړني ملي سیمنار کې چې یادو موسسوته د ورپیښو ستونزو او له هغو څخه د خلاصون د فرصتونو په نوم د لوړو زده کړو وزارت له خوا جوړ شوی و د نوموړو موسسو په قانوني کولو ډیر ټینګار وکړ .

په همدې حال کې د

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement