پوسټ کوډ ۵۱۳۴۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۹:۵۶

حامد کرزي د امریکا سفیر ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلي راین کراکر ته د علامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښان ورکړ.

د هېواد جمهور رئیس ښاغلي راین کراکر ته چې د افغانستان او امریکا تر منځ یې د اړیکو په لا پیاوړي کولو او د امریکا اوسیدونکو او نړیوالو ته یې د افغانستان د سم او مناسب ورپېژندلو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې او ۱۹ فقرې له مخې د علامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښان ورکړ.

په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې تر سره شول، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ګډون کړی و.

ښاغلی راین کراکر چې په افغانستان کې یې اوس د کار موده پای ته رسېدلې ده، د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې را په دې خوا د امریکا متحده ایالاتو سفیر و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement