پوسټ کوډ ۵۱۳۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۶:۴۴

نامعلومو وسلوالو د کندهار-هرات پر لویه لار په یوه مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې

چارواکي وايي، نامعلومو وسلوالو کسانو د کندهار-هرات پر لویه لار په یوه مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې، لس تنه یې پکې ټپیان کړل.

کندهار د ولایت مقام له خوا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي چې پیښه نن سهار د ژیړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ټپیان کندهار ولایت میرویس روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د دې پيښې مسئولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement